پر یاهو انټرنیټي برید ۵۰۰ میلیونه کاروونکي اغېزمن کړي

یاهو په جولای میاشت کې پر امریکايي مخابریاتي شبکې ویرژن د څلور اعشاریه اته میلیاردو ډالرو بدل کې وپلورل شو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یاهو په جولای میاشت کې پر امریکايي مخابریاتي شبکې ویرژن د څلور اعشاریه اته میلیاردو ډالرو بدل کې وپلورل شو

انټرنیټي کمپنۍ یاهو منلې، چې هېکرانو د دغې پاڼې د ۵۰۰ میلیونه کاروونکو معلومات غلا کړي دي.

د انټرنیټي برید دغه پېښه د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې رامنځته شوې او غلا شویو معلوماتو کې د پېژندګلوۍ اړوند پوښتنې او ځوابونه او شخصي معلومات شامل وو.

د ویبپاڼې په وینا په غلا شویو معلوماتو کې د بانکي کارتونو په اړه معلومات شامل نه دي او وايي داسې باور کېږي، چې له هېکرانو سره د کوم هېواد د چارواکو ملاتړ موجود و.

  • <link type="page"><caption> پر سپینه ماڼۍ انټرنیټي برید شوی</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2012/10/121002_ns_whait_house_syber" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> امریکا: پر سوني پکچرز انټرنېټي برید جدي ستونزه ده</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2014/12/141219_ns_sony_pictures_attack" platform="highweb"/></link>

یاهو په جولای میاشت کې پر امریکايي مخابریاتي شبکې 'ویرژن' د څلور اعشاریه اته میلیارد ډالرو بدل کې وپلورل شو. تر اوسه معلومه نه ده، چې د هېک کولو دغه پېښه به د یاهو پر پلور یا ارزښت کوم اغېز وکړي که نه.

اګست میاشت کې پر یاهو د یوه لوی برید په تړاو هغه وخت رپوټونه خپاره شوو، چې د '' سولې '' په نوم د هېکرانو یوې ډلې هڅه کولو پر ۲۰۰ یاهو اکاونټونو معلومات وپلوري.

د پنجشنبې په ورځ یاهو ومنله، چې دغه انټرنیټي برید له هغې کچې پراخ و، چې مخکې یې په اړه فکر کېده.

کمپنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي:

یاهو ومنله، چې دغه انټرنیټي برید له هغې کچې پراخ و، چې مخکې یې په اړه فکر کېده

د عکس سرچینه، flickr

د عکس تشریح، یاهو ومنله، چې دغه انټرنیټي برید له هغې کچې پراخ و، چې مخکې یې په اړه فکر کېده

د هغو کسانو له لوري، چې تر شا یې د ځینو حکومتونو لاس دی، انلاین لاسوهنه او غلاوې مخ په ډېرېدو دي.

د خوندیتوب یوه شرکت کواټا مرستیاله مشره نیکې پارکر وايي:

'' دلته مهمه خبره دا ده، چې دغه برید خورا پراخ دی.''

د نوموړې په وینا دې سره به د تنظیمونکو، خلکو او رسنیو له لوري له یاهو نه ډېرې پوښتنې ګروېږنې وشي، خو دوی باید ثابته کړي، چې د ستونزې هواري ته ژمن دي.

پر یاهو د دغه برید د پراخوالي کچې د دغه ډول وروستیو بریدونو مای سپېس ( ۳۵۹ میلیونه ) لېنکډاین ( ۱۵۹ میلیونه ) او اډوبي ( ۱۵۲ میلیونه ) کچې پر بریدونو سیوری غوړولی دی.