هکرانو د افغانستان پر دولتي وېبپاڼو برید کړی

افغانستان په تېرو څو کلونو کې د مخابراتو په برخه کې پاموړ لاسته راړونې لرې، خو د امنیت په اړه یې لاهم پوښتنې پیدا کېږي
د عکس تشریح، افغانستان په تېرو څو کلونو کې د مخابراتو په برخه کې پاموړ لاسته راړونې لرې، خو د امنیت په اړه یې لاهم پوښتنې پیدا کېږي
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر یو شمېر دولتي وېبپاڼو د انټرنېټي بریدونو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وايي، "لویو نړیوالو هکرانو" د تېر دسمبر پر نولسمه د افغانستان پر مجازي فضاء برید کړی، او هغه یوه دوتنه (فایل) یې ګډوډ کړی، چې د افغانستان د وېبپاڼو د چلولو لپاره ګټه ترې اخیستل کېده.

ښاغلي رحیمي وویل، په دغه برید کې د مخابراتو وزارت د معلوماتو مرکز په نښه شوی و، خو د وزارت مسلکي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې د برید مخه ونیوه.

د مخابراتو وزارت وروسته تر هغه د انټرنېټي بریدونو خبر ورکړ، چې یوه امریکايي انټرنېټي شرکت د افغانستان د مجازي فضاء سیستم کمزوری وباله، او وویل چې هکرانو ددغه هېواد د دولتي وېبپاڼو په ګډوډولو سره چلیځ سیستمونه ګډوډ کړي دي.

نصرت الله رحیمي
د عکس تشریح، نصرت الله رحیمي وویل، په دغه برید کې د مخابراتو وزارت د معلوماتو مرکز په نښه شوی و، خو د وزارت مسلکي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې د برید مخه ونیوه.

د ThreatConnect په نامه امریکايي شرکت، چې مرکز یې په امریکا کې دی، د مجازي امنیت په برخه کې څېړنې کوي، چې وايي تېره اونۍ هکرانو د افغانستان د دولت انټرنېټي توکبنسټونه چې تر ډېره د gov.af په بڼه کار ترې اخیستل کېږي، د ککړو پوست کالیو (سافټویرونو) په مټ چې ګومان پرې کېده، ددوی سرچینه به وي، په نښه کړي دي.

ددغه شرکت په وینا، د افغانستان د عدلیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، پوهنې وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت، مالیې او د ښځو چارو وزارتونو او همدارنګه په استرالیا کې د افغانستان د سفارت وېبپاڼې د چینايي هکرانو له خوا د یاد سافټویر په مټ په نښه شوې دي.

خو د افغانستان د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ یوه مخکني مامور محمد زبیر ورسجي ویلي، نژدې درې کاله مخکې یې د افغانستان د مجازي فضايي سیستم په امنیت کې د ځینو نیمګړتیاوو په اړه د مخابراتو وزارت ته خبر ورکړی و، چې نن هکرانو له دغو نیمګړتیاوو په ګټې اخیستو سره دولتي سیستمونه ګډوډ کړي دي.

ښاغلي ورسجي دا هم ویلي، چې په دا ډول بریدونو کې هکران چلیځو سیستمونو (Operating systems) ته ککړې دوتنې (فایلونه) ورننباسي، چې په مټ یې بیا د کاروونکو شخصي معلومات ترلاسه کولی شي.

هغه وايي، د افغانستان د مجازي فضاء ټول ورونه پرانیستي دي او "دولتي بنسټونه، لکه د وزیرانو کمپیوټرونه، ددوی برېښنالیکونه او د ارګ سولګرونه (کمپیوټرونه) هم د دغه ډول بریدونو ښکار کېدای شي.

نوموړی وايي، دولت باید یو څارنیز سیستم جوړ کړي، خپل امنیتي کمربندونه پیاوړي کړي او د خپلې مجازي فضاء د خوندیتوب لپاره اوږدمهالې تګلارې ولري، که نه نو "یوازې د ویروس ضد پوست کالي" به هېڅ توره ونه کړای شي.

زبیر ورسجي
د عکس تشریح، زبیر ورسجي وايي، مخکې یې مجازي فضاء کې د نیمګړتیا په اړه مخابراتو وزارت ته خبر ورکړی و.

پر همدې مهال، د مخابراتو وزارت وايي، د افغانستان د مجازي فضاء د خوندي ساتلو لپاره سلګونه زره ډالر لګول شوي چې دغه هېواد د اړتیا په وخت کې د انټرنېټي بریدونو د مخنیوي لپاره تر خپله وسه له ټکنالوژۍ ګټه اخلي، خو هر ډول برید شنډولی شي.

ددغه وزارت ویاند وايي، د افغانستان مجازي فضاء هره ورځ له لسګونو انټرنېټي بریدونو سره مخامخېږي، که چېرې دولت په دې برخه کې بې وسه وای، د هېواد مخابراتي سیستم به له پښو لوېدلی وای.

په افغانستان کې زیاتره مهم دولتي بنسټونه وېبپاڼې لري، چې ځینې یې د ټاکنو او کانکور (ازموینې) پایلې پر خپلو وېبپاڼو اعلانوي، همداشان ویناپاڼې هم د خپلو وېبپاڼو له لارې مینه والو ته وړاندې کوي.

د افغانستان مجازي فضاء په <link type="page"><caption> تېر کې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/03/120303_hh-afghanistan-internet" platform="highweb"/></link> هم له انټرنېټي بریدونو سره مخامخ شوې وه، چې په ۲۰۱۲ کال کې هکرانو د ملي امنیت شورا وېبپاڼې واک ترلاسه کړی و چې په دې کار سره په افغانستان کې د امنیتي شبکې او مجازي فضاء په اړه بحثونه د حساسیت تر پولې ورسېدل.