مایکروسافټ: انټرنېټي برید د خطر زنګ دی

یوه انټرنېټي برید د تېرې جمعې له ورځې راهیسې د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو کې نژدې ۲۰۰ زره کمپیوټرونو ته د لاسرسي مخه نیولې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه انټرنېټي برید د تېرې جمعې له ورځې راهیسې د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو کې نژدې ۲۰۰ زره کمپیوټرونو ته د لاسرسي مخه نیولې

د کمپیوټري پروګرامونو جوړوونکي مایکروسافټ شرکت د نړۍ پر حکومتونو غږ کړی چې وروستی انټرنېټي برید د خطر د زنګ په توګه وپېژني.

یوه انټرنېټي برید له تېرې جمعې ورځې راهیسې د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو کې نژدې ۲۰۰ زره کمپیوټرونو ته د لاسرسي مخه نیولې او په بدل کې یې د پیسو غوښتنه کړې.

مایکروسافټ وايي، پروګرامونو کې نیمګړتیا د "لوی زیان" اوښتو لامل شوې ده.

دا وروستی ویروس د مایکروسافټ وېنډوز چلیځ غونډال (سیستم) یا OS ته ننوتلی، چې د امریکا څارګرې ادارې د لومړي ځل لپاره کشف کړی دی.

داسې وېره شته چې د دوشنبې په ورځ کمپیوټرونو ته د خلکو په ستنېدو سره ورته نور بریدونه هم وشي.

ګڼو شرکتونو او مؤسسو پروګرام جوړوونکي خبر کړي چې د دغه ویروس د خپرېدا مخنیوی وکړي.

دا ویروس د کاروونکو پر دوتنو (فایلونو) برید کوي او د هغوی له سترګو یې پټوي، خو د ښکاره کېدو مقابل کې پیسې ترې غواړي.

ددغه ویروس خپرېدل د یکشنبې په ورځ یوڅه سست شوي وو، خو کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د درېدو وخت یې شاید لنډ وي.

مایکروسافټ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مایکروسافټ وايي، د روان کال مارچ میاشت کې یې د وېنډوز امنیتي سیستم نوی کړی

د مایکروسافټ په یوه خبرپاڼه کې د حکومتونو د کمپیوټرونو معلوماتو زېرمو امنیتي سیستم کې پر موجودې نیمګړتیا نیوکه شوې ده:

ویناپاڼه زیاتوي: "د نړۍ حکومتونه باید له دغه شان برید سره د خطر د زنګ په توګه معامله وکړي".

بل برید

مایکروسافټ وايي، د روان کال مارچ میاشت کې یې د وېنډوز امنیتي سیستم نوی کړی، چې د وروستي برید په څېر د انټرنېټي بریدونو مخه ونیسي، خو ډېری کاروونکو پخپلو کمپیوټرونو کې نه و فعال کړی.