انټرنېټي برید پراخه او 'بې ساری' و

د عکس سرچینه، WEBROOT
اروپايي پولیس وايي هغه انټرنېټي برید، چې د بریتانیا عامې روغتیا ادارې په ګډون پر یو شمېر نړیوالو ادارو د جمعې پر ورځ شوی د کچې له پلوه' بې ساري' و.
یوروپول دغه راز ویلي 'یوه پېچلي نړیوال تحقیق ' ته اړتیا ده، چې 'مجرمان وپېژندل شي ' د جمعې پر ورځ ۹۹ هېوادونو کې دغه ویروس نژدې ۷۵۰۰۰ کمپیوټرونو ته د لاسرسي مخه نیولې او بدل کې یې د پېسو غوښتنه کړې.
د روسیې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه یې سخت اغېزمن کړي دي.
که څه هم د 'غواړم وژاړم ' یا ورته نومونو ویروسونو برید اوس سوکه شوی، خو لا هم په بشپړه توګه دغه انټرنېټي برید درېدلی نه دی. یوروپول چارواکي وايي، د سایبر خوندیتوب برخه یې له اغېزمنو هېوادونو سره په ګډه کوښښ کوي، چې دغه 'ګواښ لږ کړي او له اغېزمنو سره مرسته وشي. '
د برتانیا کورنیو چارو وزیره امبر رډ وايي، دغه برید د عامې روغتیا ادارې 'این ایچ ایس ' ۴۸ مرکزونه په نښه کړي وو، چې په وینا یې اوس له شپږو پرته نور عادي حالت ته ګرځېدلي دي.
د دغه انټرنېټي برید له کبله ډاکټران نه توانېدل د ناروغانو اړوند معلومات وګوري، جراحي عملیات او د روغتیا پالانو، ناروغانو لیدنې لغو شوې وې.
د برید له کبله د روسیې، جرمني، پرتګال، فرانسې، امریکا متحدو ایالتونو په ګډون په چین، اندونیزیا او سویلي کوریا کې هم ګڼو کمپیوټرونو ته لاسرسی نه کېده.
د نړۍ اوو پرمختللیو صنعتي هېوادونو د اقتصاد وزیرانو د انټرنېټي بریدونو په تړاو غونډه کړې. دوی د خطرونو په ګوته کولو او خوندیتوب اقداماتو د ارزونې لپاره د ګډو هڅو ژمنه کړې.








