تر وخت وړاندې وري مصنوعي رحم کې ژوندي ساتل شوي

د عکس سرچینه، Partridge, E. A. et al. / Nature Communications
ساینسپوهان وتوانېدل هغه وري چې تر وخت وړاندې زېږېدلي ول په مصنوعي رحم کې چې پلاستیکي کڅوړو په شان ښکاري د اونیو لپاره ژوندي وساتي.
دغه مصنوعي رحم له ګټورو موادو د ډکې وینې ترڅنګ، هر هغه اړین مواد چې د مور په ګېډه کې د وري د ژوندي ساتلو او ودې لپاره په طبیعي رحم کې ور رسېږي، برابرولی شي.
کارپوهان هیله من دي چې کېدی شي دا ګام راتلونکې کې د انسانانو له وخته وړاندې د پیدا شوو ماشومانو ژوندي ساتلو کې مرسته وکړي.
څېړونکي وایي کېدی شي په څو کلونو کې دې ته چمتو شي همداسې تجربه پر انسانانو هم ترسره کړي.
د نېچر کمیونېکېشنز مجلې کې څېړونکو ویلي چې پر انسانانو له تجربه کولو وړاندې باید پر څارویو ښې ډېرې تجربې وشي چې ډاډ ترلاسه کړي د انسان لپاره خوندي دی.
اوسمهال هغه ماشومان چې له وخته ډېر وړاندې نړۍ ته راځي، په کپسول ډوله ماشین کې ساتل کېږي او تنفس ورکوونکې اله ورته لګول کېږي چې دا پخپله د ماشوم د سږو ودې ته زیان رسولی شي.
د پلاستیکي کڅوړې رحم
د پلاستیکي کڅوړې رحم چې "بایو بګ " یې بولي له تودو اوبو او مالګي جوړ یو ډول اوبلن مواد لري چې امنیوتیک مایع ته ورته دی او د جنین ساتنه کوي.

د عکس سرچینه، BBC
هماغه ډول چې په یوه عادي رحم کې کېږي دغه مایع د مخ پر ودې جنین خوله او سپږمو کې ځي او له ودې سره یې مرسته کوي. هره ورځ د دغو موادو څو ګېلنه پلاستیکې کڅوړې کې اچول کېږي چې د تازه موادو کمی حس نه شي.
د کڅوړې وری اکسیجن او ګټور مواد د ځانګړي ماشین په مرسته د نو له لارې ترلاسه کوي.
د وري زړه د پمپ کولو کار پخپله کوي، زړه او کارېدلې وینه د باندې ماشین ته لېږي چې تر بېرته راتلو وړاندې پاکه شي.
دا ټول سیستم کټ مټ د عادي او طبیعي رحم په ډول جوړ شوی چې وکړی شي څو اوونۍ له وخته وړاندې پیدا شوی وری ژوندی وساتي او سږو او نورو غړو ته یې وده ورکړي.
تر ۲۳ اوونیو وړاندې د پیدا شوو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو شونتیا نژدې صفر دی، ۲۳ مه اوونۍ کې ۱۵سلنه، ۲۴مه اوونۍ کې ۵۵ سلنه او په ۲۵ مه اوونۍ کې ۸۰ سلنه ده.
داسې ښکاري چې تر ازموینې لاندې وريو چې د انسان د ۲۳ اوونیو ماشوم معادل ول په کڅوړه کې عادي وده وکړه.
سترګې یې خلاصې کړې، وړۍ یې وده وکړه او هوسا ښکارېدل.
۲۸ ورځې وروسته چې سږي یې ښه پاخه شول وري ازاد شول چې عادي هوا تنفس کړي.
تر دغه لږ وروسته، څېړونکو ووژل چې په جزیاتو یې مطالعه کړې او وګوري د دوی د بدن غړو او مغزو څنګه وده کړې.
خو وروستیو ازموینو کې بیا ځینې نور وري ژوندي وساتل شول او په چوشکونو کې شیدې ورکړل کېدې.
څېړونکي چې له دغې ازموینې ډېر خوښ دي وایي سره له دې چې دا یو ستر ګام دی خو ډېرې نورې ننګونې لا شته چې د کڅوړې رحم د عادي رحم په شان کار وکړي.








