'روباټ وکیل' کډوالو ته سلا مشورې ور کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه روباټ چې لومړیو کې د موټروانۍ جریمو څخه د شکایت کوونکو د مرستې لپاره جوړ شوی و، اوس کډوالو ته حقوقي سلا مشورې ور کوي.
دا روباټ یو پوستکالی یا سافټویر دی، چې له کارنو( انټرنېټ کاروونکو) سره خواله یا چټ کوي او د هغوی د دوسیو له مخې ورته د سلا مشورې حقوقی اسناد برابروي.
د دې پوستکالي ډیزاینر یا سکښتونکی جاشوا بروډر دا روباټ "د نړۍ لومړنی روباټ وکیل" بللی دی.
دا روباټي وکیل په لومړیو کې هغو موټروانانو ته د حقوقی سلا مشورو لپاره جوړ شوی و، چې د ډېر چټک تګ یا ناسم ځای کې د درېدلو له امله جرمانه کېدل.
خو ۲۰ کلن برتانوي پروګرامر او د سټانفورډ پوهنتون زدکوونکی ښاغلی بروډر له کډوالو سره د همکارۍ لپاره په خپل دغه روباټ کې بدلون راوستلی دی.
دا پوستکالی په امریکا او کاناډا کې د کډوالۍ فورمو د ډکولو لپاره له کډوالو سره مرسته کوي او په برتانیا کې د دولتي مالي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره له کډوالو سره همکاري کوي.

د عکس سرچینه، Joshua Browder
د هغو معلوماتو له مخې چې جاشوا بروډر بي بي سي ته ور کړی، د روباټي وکیل په سکښت یا ډیزاین کې د هغو هېوادونو له حقوقپوهانو او وکیلانو سره مشورې شوې چې کډوال ور ځي.
دا پوستکالی له کارن پوښتنې کوي، چې معلومه کړي ایا د نړیوالو قوانینو له مخې د پنا اخیستلو نوملړ کې شاملېدلی شي او که نه.
د بېلګې په ډول پوښتي: "په خپل هېواد کې له شکنجه کېدلو وېرېږې؟"
کله چې روباټ دا معلومه کړي چې کډوال د پنا غوښتنلیک ور کولی شي، نو له هغه ډېر معلومات ترلاسه کوي او
پخپله ورته د کډوالۍ فورمه بشپړوي.
په ساده انګرېزي ژبه ټولې پوښتنه کېږي او د خبرو اترو په اوږدو کې د کارن د مرستې لپاره فیډبک هم ور کول کېږي، چې له مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی دی.

د عکس سرچینه، JOSHUA BROWDER
دا روباټ وکیلان د پنا غوښتنلیک د لا ډېر بریالیتوب لپاره کډوالو ته د پوښتنو ځوابولو غوره لارې هم وړاندیزوي.
پنا غوښتونکي ته دا هم وايي چې کوم اړتیا وړ سندونه باید ولري او همدارنګه د لا ډېرې مرستې لپاره نور معلومات هم ور کوي.
دمګړۍ دا روباټي وکیل د فیسبوک پیغام رسوونکی اېپ له لارې کارنو ته رسېدلی او په ایفون مبایلونو کې یې لګولی شي.
ښاغلی بروډر هیلمن دی چې دا پوستکالی نورو ژبو او د وټس اپ په څېر نورو پیغام رسوونکو ته هم واړوي.
د ټیکنالوجۍ برخې رپورټر اولیور سمېټ په میمو وېبپاڼه کې ویلي: "روباټي وکیل له هغو کسانو سره د ټکنالوجۍ د همکارۍ غوره بېلګه ده چې مرستې ته اړتیا لري".
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي، چې کډوال د خوړ، اوبو او سرپنا په څېر انټرنېټ ته هم سخته اړتیا لري، خو یواځې ۳۹ سلنه کډوال د ملفون یا مبایل ټلېفون له لارې نېټ لري.

د عکس سرچینه، Getty Images








