"مصنوعي زیرکتیا ښايي بشریت پای ته ورسوي"

د عکس سرچینه، PA

    • Author, روري سیلن-جونز
    • دنده, د ټکنالوژي خبریال

بریتانوي ساینس پوه سټیفن هاکینګ وايي انسانان چې د ورو بیالوژیکي تکامل محدودیت لري، رقابت به نشي کولای او له منځه به لاړ شي.

پروفیسرهاکینګ، د بریتانیا یو نامتو ساینس پوه وايي د زیرکو ماشینونو جوړول د انسانانو موجودیت ته خطر پېښوي.

هغه د بي بي سي سره په یوې مرکې کې وویل د بشپړې مصنوعي زیرکتیا رامنځته کېدل ښايي انساني نژاد ختم کړي.

دا نظریاتي فزیک پوه د (امیوتروپیک لاټیرال سکلیروسیز) په نامه د حرکي اعصابو ناروغي لري. بدن يې فلج دی، په طبیعي توګه خبرې نشي کولای او د مصنوعي زیرکتیا درلودونکي ماشین په مرسته خبرې کوي.

ده دا خبرداری هغه وخت ورکړ چې د مصنوعي زیرکتیا د دغه ماشین د لا ښه والي په هکله ورڅخه پوښتنه وشوه.

خو ځینې نورساینس پوهان د مصنوعي زیرکتیا د راتلونکي په اړه دومره اندېښمن نه دي.

د پروفیسرهاکینګ تر څنګ د مصنوعي زیرکتیا د ماشین په جوړولو کې د ماشیني زده کړې په اړه د بریتانیا د (سویفت کې) شرکت کارپوهانو هم برخه درلوده.

د هغوی له تکنالوژۍ څخه همدا اوس په زیرکو موبایل ټیلیفونونو کې کار اخیستل کېږي.

دا تکنالوژي د زده کړې توان لري اوهغه ماشین چې پروفیسرهاکینګ ورنه کار اخلي هم کولای شي په خپله زده کړه وکړي چې هاکینګ څرنګه فکر کوي.

کله چې نوموړی هڅه کوي د ماشین په مرسته خبرې وکړي، ماشین ورته د هغو کلمو وړاندیز کوي چې دی یې ښايي په خپلو خبرو کې وکاروي.

پروفیسر هاکینګ وايي د مصنوعي زیرکتیا لومړني ماشینونه چې تر اوسه دومره ډیره زیرکتیا نلري هم ګټور دي، خو دی وېره لري که په راتلونکي کې داسې ماشینونه جوړ شي چې زیرکتیا یې انسان ته ورته یا حتا زیاته وي، پایلې به یې ښې نه وي.

په ۲۰۰۱ کال کې د سټینلي کوبریکس له خوا جوړ شوی فلم او د هال په نامه وژونکی کمپیوټر یې د ډېرو خلکو هغه وېره تمثیلوي چې مصنوعي زیرکتیا به بشري ژوند ته خطر پیښ کړي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په ۲۰۰۱ کال کې د سټینلي کوبریکس له خوا جوړ شوی فلم او د هال په نامه وژونکی کمپیوټر یې د ډېرو خلکو هغه وېره تمثیلوي چې مصنوعي زیرکتیا به بشري ژوند ته خطر پیښ کړي.

پروفیسرهاکینګ وايي زیرکه مصنوعي ماشینونه به په ډېرې چټکتیا سره، د انسان له مداخلې پرته، په خپله وده کوي.

پروفیسرهاکینګ وايي انسانان د خپل ورو بیالوژیکي ودې له امله محدودیت لري، رقابت نشي کولای او ځای به یې نور شیان ونیسي.

کلیور رباټ یا زیرک روباټ یو سافټویر دی چې د انسان په شان خبرې اترې کولای شي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، کلیور رباټ یا زیرک روباټ یو سافټویر دی چې د انسان په شان خبرې اترې کولای شي

خو ځینې نور ساینس پوهان دومره بد بینه نه دي.

د زیرک روباټ جوړونکی (رولو کارپینټر) وايي باور لري چې تکنالوژي به د اوږدې مودې لپاره د انسانانو په کنترول کې وي او کولاي به شي د راتلونکو ستونزو د حل لارې پیدا کړي.

د زیرک روباټ سافټویر کولای شي د خپلو تېرو خبرو اترو څخه زده کړه وکړي او د یو لړ ازموینو په ترڅ کې په داسې ډول غږېدلي چې ډېرو خلکو فکر کاوه دوی له ماشین سره نه بلکې له انسان سره غږېږي.

د زیرکو ماشینونو وخت

ښاغلی کارپینټروايی مونږ اوس د بشپړې مصنوعي زیرکتیا درلودونکو پیاوړو کمپیوټرونو او سافټویرونو د جوړولو څخه ډیر لرې یو خو وايي باور لري چې په راتلونکو څو لسیزو کې به دا کار ممکن وي.

هغه وايي (موږ نه شو ویلای، که د یو ماشین زیرکتیا له موږ نه ډېره شي نو څه به پېښ شي. نو موږ نشو پوهېدای چې آیا هغوی به تر پایه زموږ په خدمت کې وي که نه؟ یا به هغوی پر موږ سترګې پټې کړي، ګوښه به مو کړي؟ او یا به مو له منځه یوسي؟)

خو هغه هیله من دی چې مصنوعي زیرکتیا به یو مثبت ځواک وي.

په راتلونکې کې د مصنوعي زیرکتیا د پایلو څخه د ویرې په برخه کې پروفیسرهاکینګ یوزاې نه دی.

د تکنالوژۍ یو سوداګر ایلون مسک خبرداری ورکوي، په لنډه موده کې داسې اندېښنې شته چې زیرکه ماشینونه کولای شي هغه کارونه وکړي چې تر اوسه یوازې انسانانو کولای شول.

له دې امله به ډېر ژر انسانان په میلیونونو کارونه له لاسه ورکړي.

ایلون مسک، د سپیس ایکس په نامه د راکټ جوړونکي شرکت مشر، هم د مصنوعي زیرکتیا څخه وېره لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ایلون مسک، د سپیس ایکس په نامه د راکټ جوړونکي شرکت مشر، هم د مصنوعي زیرکتیا څخه وېره لري.

هغه وايي په اوږدې مودې کې مصنوعي زیرکتیا زموږ د شته والي لپاره تر ټولو ستر خطر دی.

روباټي غږ

بي بي سي سره خپلې مرکې کې پروفیسر هاکینګ د اینټرنیټ د ګټو او خطرونو یادونه هم وکړه.

ده د بریتانیا د استخباراتي ادارې هغې خبرتیا ته اشاره وکړه چې وايي اینټرنیټ د ترهګرو د قوماندې په مرکز باندې بدل شوی.

اینټرنیټي شرکتونه باید د دې خطرسره د مقابلې لپاره ډیر نور څه وکړي، خوستونزه دا ده چې دا کار باید پرته له دې چې د خلکو آزادي او شخصي حریم قرباني شي، ترسره شي.

خو پروفیسرهاکینګ د مفاهمې او خبرو اترو د تکنالوژۍ سره ډېره دلچسپي درلودلې او هیله من دی چې وکولاې شي د خپل زیرکه ماشین په مرسته په ګړندۍ توګه لیکنې وکړي.

پروفیسرهاکینګ د خبرو لپاره د یو نوي سافتویر نه کار اخلي خوغواړي چې خپل همدا اوسنی غږ وساتي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پروفیسرهاکینګ د خبرو لپاره د یو نوي سافتویر نه کار اخلي خوغواړي چې خپل همدا اوسنی غږ وساتي.

پروفیسرهاکینګ دا مني چې ماشیني غږ یې انسان ته نه بلکې روباټ ته ورته دی خو دی وايي همدا غږ یې خوښ دی.