آيا مصنوعي وینه جوړېدای شي؟

وړاندې تر دې چې ډاکټران یوه ناروغ ته وینه ورکړي باید د وینې د بڼې په اړه ډاډه شي، چې (A ، B , AB، O) دي.

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د عکس تشریح، وړاندې تر دې چې ډاکټران یوه ناروغ ته وینه ورکړي باید د وینې د بڼې په اړه ډاډه شي، چې (A ، B , AB، O) دي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي کابل

کلونه کلونه کیږي چې د طب ډاکټران د مصنوعي وینې د جوړېدو هیله کوي چې وکولای شي په وخت یې اړینو ناروغانو ته ورکړي.

تر دې دمه د هیمو ګلوبین پر بنسټ مواد (چې وینې ته اکسیجن رسوي) جوړ شوي. خو نوې څېړنې ښيي چې د دغو موادو کارول د زړه سکتې او یا هم مرګ خطره له ځان سره لري.

په ۱۹ پېړۍ کې ډاکټرانو خپلو ناروغانو ته د حیواناتو وینه، شیدې او غوړي هم ورکړي وو، چې پایله یې منفي وه. لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې، دغه راز د شکرې او ایچ آی وي ناروغیو د مصنوعي وینې جوړولو ته د ډاکټرانو هڅې لا ډېرې کړې.

وړاندې تر دې چې ډاکټران یوه ناروغ ته وینه ورکړي باید د وینې د بڼې په اړه ډاډه شي، چې (A ، B , AB، O) دي.

که انسان ته د بل ګروپ وینه ورکولی شي نو له مرګوني غبرګون سره مخامخ کیدای شي.

په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې وینې ته د اړتیا لري د هغو کسانو په پرتله په چټکۍ سره لوړېږي چې خپله وینه نورو ته ورکوي.

په لومړي نظر کې مصنوعي وینه ښه ښکاري. ځکه د ساتلو موده یې اوږده وي، په جوړښت یا ترکیب کې یې له اړتیا سره سم درمل یو ځای کیدای شي، د اصلي وینې په شان د ناروغیو د لېږد خطر یې هم لږ دی.

د ګروپ ستونزه یې هم حل کیدای شي، دغه راز هغه کسان چې له مذهبي پلوه د نورو کسانو وینه نه اخلي هم به حل شي.

په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې وینې ته د اړتیا لري د هغو کسانو په پرتله په چټکۍ سره لوړېږي چې خپله وینه نورو ته ورکوي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې وینې ته د اړتیا لري د هغو کسانو په پرتله په چټکۍ سره لوړېږي چې خپله وینه نورو ته ورکوي.

خو د وینې جوړولو په تړاو زیاتره نوې ترسره شویو څېړنو لا تر اوسه یې کومه ښه او د پام وړ پایله نه ده لرلې.