کوټه: ښاري بس کې بمي چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه،
د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې د یوې چاودنې پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.
چاودنه له کوټې نه سریاب ته پر لارې یوه ښاري بس کې شوې.
د کوټې پولیسو یوه افسر عبدالوحید خټک خبربالانو ته وویل، چې روان بس د دوکاني بابا سیمې ته ورسید، چې پکې زوروره چاودنه وشوه.
د چاودنې غږ د ښار په ډېری برخو کې اوریدل شوی دی.
د کورنیو چارو ایالتي سکرتر اکبرحسین دراني د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې د چاودنې پایلې کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
بل لور ته د کوټې ملکي روغتون مسوولینو په وینا د پېښې له ځایه دوی ته ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

د عکس سرچینه،
د دریو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د پولیس افسر عبدالوحید خټک په خبره چاودنه د ریموټ کنترول بم په وسیله شوې ده.
د نوموړي په وینا پنځه یا شپږ کلو باروت د بس د چت په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوي وو.
چارواکي وايي د پېښې ښکار بس کې له ۳۵ تر ۴۰ پورې کسان ناست وو. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.
دم ګړۍ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی. چاودنه داسې مهال شوې، چې د محرم الحرام میاشتې په مناسبت د کوټې په شمول ټول پاکستان کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي.
له دې مخکې هم د کوټې ښار سریاب روډ سیمه کې چاودنې شوې دي، خو له څه مودې راهیسې د ښار امنیت په نسبي توګه ښه و.








