کوټه کې ځانمرګي بريد دوه کسان وژلي

د بلوچستان په کوټه ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له کبله دوه کسان وژل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې بريد کوونکی هم شامل دی.
د غه پېښه د شنبې پر شپه د هزاره ټاون سره نژدې په بروري کې منځ ته راغلې ده.
د پېښې په ځای کې له رسنيو سره په خبرو کې د پوليسو يوه مشر عبدالوحيد خټک ويلي، بريد کوونکي ښځينه کالي اغوستي او چادري يې پر سر وه.
ده زياته کړه بريد کوونکي غوښتل هرازه ټاون ته ننوځي، کله چې امنيتي ځواکونو يې د درولو هڅه وکړه، دغه کس پرې ځانمرګی بريد وکړ.
د بريد له کبله يو امنيتي کارکوونکی او خپله بريد کوونکی وژل شوی دی.
بروري په کوټه کې يو له نا امنه سيمو ګڼل کېږي او له دې وړاندې هم څو ځله دغه سيمه تر ګڼ شمېر بريدونو لاندې راغلې وه.
د کوټې د پوليسو په وينا له بريد وروسته سيمې ته نور امنيتي ځواکونه رسېدلي او امنيتي حالات تر ولکې لاندې دي.
دوه اوونۍ وړاندې هم کوټه کې د باچاخان پر څلور لارې يوه چاودنه شوې وه چې څلور کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.








