شمالي وزیرستان کې څارګرې الوتکې څلور مشکوک اورپکي وژلي

له شمالي وزیرستانه رپوټونه وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لږ تر لږه څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه برید تېر ماښام د افغانستان پولې ته څېرمه په شوال نومي سیمه کې شوی، چې په ترڅ کې یې د شکمنو وسله والو یو ګاډی په نښه شوی دی.
د رپوټونو له مخې، په دغه برید کې څلور کسان وژل شوي، خو د وژل شویو کسانو د پېژند په اړه څه نه دي ویل شوي.
سیمه ییز چارواکي وايي، په برید کې پر یوه موټر بې پیلوټه الوتکې دوه توغندي توغولي دي.
دا د روان ۲۰۱۵ کال له پیله تر اوسه په قبایلي سیمو کې د امریکا د څارګرو الوتکو اتم برید دی، چې ګڼ کسان پکې وژل شوي دي.
د پاکستان قبایلي سیمو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو له ۲۰۰۴ کال راهیسې بریدونه پیل کړي، چې ګڼ ولسي وګړي هم پکې وژل شوي.
وړاندې،په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات وکړل، چې د پوځ د ادعا له مخې د سیمې ۹۰ برخه له اورپکو پاکه شوې وه.
پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پروړاندې ځینې لاریونونه هم شوي.








