د شمالي وزيرستان ډرون بريد کې دری کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
د ډيورنډ کرښې ته نژدې د امريکا ډرون بريد کې لږ تر لږه دری تنه وژل شوي دي
د پاکستاني چارواکو په وينا دغه بريد د شنبې(۱۹ جنوري) پر سهار شوال سيمه کې وشو.
حکومتي چارواکو بي بي سي ته و ويل، الوتکې يو کور کې چې دوه شکمن کسان پکې اوسېدل په نښه کړی و.
برید کې په نښه شوی کور وران او دوه کسان پکې ووژل شول، خو ځايي خلک د وژل شويو شمېر څلور بولي.
لا تر اوسه وژل شوي کسان نه دي پېژندل شوي چې څوک وو.
په قبايلي سيمو کې د نوي ميلادي کال له پيله تر اوسه دا د ډرون درېيم بريد دی.
له دې مخکې د جنورۍ پر ۱۵ نېټه شوال سيمه کې د ډرون په بريد کې شپږ ترهګر وژل شوي وو.
د ۲۰۱۴ کال د جون مياشتې راهيسې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه عمليات پيل کړي او تر اوسه روان دي.
تېر کال په شمالي وزيرستان کې د امريکا د ډرون بريدونه خورا ډېر وو.
۲۰۱۴ کال کې د امريکا له خوا شمالي وزيرستان کې ۱۹ هوايي بريدونه شوي وو.
امريکا د ترهګرۍ پر خلاف جنګ کې ډرون بريدونه يوه مهمه وسيله بولي.








