پاکستان کې ښوونځي د وژل شويو زده کوونکو په نامه شوي

پاکستاني چارواکو ۱۰۷ ښوونځيو ته د پېښور پر پوځي ښوونځي د تېر کال د برید د قربانیانو نومونه غوره کړي دي.
ډېرو کورنیو د دغه ګام هرکلی کړی خو د یوې کورنۍ مشر بي بي سي ته وویل چې له هغه سره اړیکه نه ده نیول شوې.
طالب وسله والو په دغه ښوونځي کې د دسمبر پر ۱۶مه څه دپاسه ۱۵۰ زده کونکي او ښوونکي ووژل.
له دغې پېښې وروسته چارواکو ژمنه کړې چې د اورپکو پر ضد به جدي ګامونه پورته کوي.
ښوونکو ته د وسلو کارولو روزنه ورکړل شوې او اوس کولی شي چې ټولګیو کې له ځانه سره وسلې وساتي.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان وکړ چې دوی به د دغو ښوونځیو نومونه د پنجشنبې پر ورځ بدل کړي.
مشتاق غني بي بي سي ته وویل هدف دا و چې د قربانیانو لپاره یادګار جوړ شي خو دا اورپکو ته یو پیغام هم دی چې دوی د تعلیم مخه نه شي نیولی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
نوموړي وویل: "دغه ماشومان، ښوونکي او نور کارکونکي ځکه ووژل شول چې تعلیم یې غوښتنه وه، او ترهګر دا نه غواړي".
په ورته وخت کې، مرکزي حکومت ویلي چې ټولو قربانیانو ته به د زړه ورتیا تر ټولو د لوړې درجې ملکي مډال ورکول کېږي.
د پاکستان حکومت هرې کورنۍ ته دوه میلیون پاکستاني کلدارې ورکړې دي.
"د تل لپاره په یاد ساتل شوي"
سلمان احمد چې زوی یې امیش احمد په دغه برید کې ووژل شو، بي بي سي ته وویل، هغه نه پوهېږي چې زوی یې هم په دغه لست کې شامل دی که نه.
نوموړي وویل: "موږ خبر شو چې حکومت پلان لري ښوونځیو ته د شهید شویو ماشومانو نومونه غوره کړي خو موږ سره هېچا اړیکه نه ده نیولې".
"دا کار زموږ ماشومان نه شي ژوندي کولی خو بده خبره نه ده".
ښاغلي غني وویل حکومت پلان لري چې له ټولو کورنیو سره اړیکه ونیسي او په درناوي یې یو ښوونځی ونوموي.
طفیل خټک چې زوی یې شیرشاه په برید کې ووژل شو د ایکسپریس ټریبون نومې ورځپاڼې ته وویل چې هغه د دغه ګام هرکلی کوي.
"که د دوی نومونه ښوونځیو ته غوره شي نو شهید شوي ماشومان به د تل لپاره د خلکو په یادونو کې پاتې شي".
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال محمد الیاس خان وايي د دغه ګام یو موخه دا هم ده چې د کورنیو غوصه کمه کړي ځکه دوی ته تر اوسه څرګنده نه ده چې امنیت کې ستونزه څه وه چې دا برید تر سره شو او دا چې ایا کوم چارواکی مسول هم ګڼل شوی که نه.








