افغان ډیپلوماتان د پېښور پولیسو نیولي ول

د عکس سرچینه، AFP
په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ چارواکو بي بي سي ته ویلي چې د دوی څلور کارکونکي، خپل کار ته د تګ پرمهال د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا نیول شوي کسان وروسته له یوه ساعته بېرته خوشې شوي دي.
د پېښور پولیسو ویلي دي چې نن يې ۲۸ افغانان نیولي دي چې دغه څلور کسان هم د هغوي په منځ کې ول.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه مساله یې له پاکستاني چارواکو سره هم شریکه کړې ده.
په دې وروستیو کې، په پاکستان او په تېره بیا په خیبرپښتونخواه کې د پولیسو له خوا پر افغان کډوالو فشارونه ډېر شوي دي.
خیبر پښتونخوا ایالت کې د سرچ اینډ سټرایک نومي عملیاتو لړ کې د شکمنو کسانو سره سره هغه افغان کډوال هم نیو لکېږي، چې وايي په غیرقانوني توګه هلته مېشت دي.
پولیس د ښار بېلو برخو کې چاپې وهي او لارو کوڅو کې پوښتنې ګروېږنې کوي.




