"د افغانستان او پاکستان اړیکي یو طرفه سړک ته ورته دي"

ده وویل که پاکستان ته دوی حق ورکولی چې هم هغه ډول چې د طالبانو په مهال یې د افغانستان پر سیاست اغېز درلود، د دوی په دولت کې یې هم درلودلای حتما یوې نتیجې ته سره رسېدل.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ده وویل که پاکستان ته دوی حق ورکولی چې هم هغه ډول چې د طالبانو په مهال یې د افغانستان پر سیاست اغېز درلود، د دوی په دولت کې یې هم درلودلای حتما یوې نتیجې ته سره رسېدل.

د افغانستان په مخکني دولت کې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، سره له دې چې افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اتر هرکلی کوي او د چین په ګډون، د نورو خواوو ښکېلتیا اغېزمنه ارزوي، خو د سولې په تازه پړاو کې د پاکستان نوي تکل او ټټروهلو ته د شک په سترګه ګوري او اندېښمن دی. ښاغلی سپنتا وايي دا چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره، په تېره بیا له پاکستان سره ښې او نېکې اړیکې ولري، یوه اړتیا ده.

خو د ده په وینا د اندېښنې وړ مساله دا ده چې د افغانستان اړیکې له پاکستان له سره، یوه لوري- سړک ته ورته دي.

ښاغلی سپنتا وايي دا باید موږ ته له نورو سره د اړیکو د شلولو په بیه پرېنوځي.

ښاغلی سپنتا وایي پاکستان سره نژدې کېدلو ته ترجیع ورکول، زموږ ستراتېژیکې اړیکې له هند سره په پوره پوهاي زیانمنې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه "پاکستاني پوځیانو ته په افغانستان کې د پوځي عملیاتو اجازه ورکړل شوه. افغان پوځیان د زدکړې لپاره هغه هېواد ته واستول شول چې عملاً یې په تېرو دیارلسو کلونو کې پر افغانستان تېري کړی دی. له هند سره زموږ د همکارۍ اړیکې د تعلیق حالت ته راغلې، پرته له دې چې پاکستان پر افغان خاورې له خپلو توغندیزو بریدونو ډډه وکړي، آن پرون پر خوست د پاکستان له خوا څو توغندیز بریدونه وشول. دا ټولې مسالې د یو-لوري سړک په څېر دي".

ښاغلي سپنتا پر دې چې ولې پاکستاني چارواکي دده په وینا په اطمینان وايي چې د سولې په دغه بهیر کې به ډېر پرمختګ وکړي، خپله اندېښنه د افغان دولت پر له حده ډېرې همکارۍ څرګندوي.

ښاغلي سپنتا وویل "دا چې د پاکستان د استخباراتو مُستنطقین راځي او د افغانستان د ملي امنیت په زندانونو کې له پاکستانیانو تحقیق کوي او خپله ارزونه کوي، خو موږ په دیارلسو کلونو کې آن یوځل هم ونه کړای شول چې د پاکستان په زندانونو کې له طالب بندیانو سره خبرې وکړو. طبیعي ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر به، چې د افغانستان ضد له سرسختو کسانو څخه دی، له دغو پرمختګونو خوښ وي".

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ښاغلي کرزي په دولت کې هم ډېرې هڅې وشوې چې طالبان د مذاکرې مېز ته راوستل شي، خو د ښاغلي کرزي د دولت هڅې چې تاسې هم پکې وزیر او د ملي امنیت سلاکار واست کومه مُثبته پایله نه درلودله، ښاغلي سپنتا وویل چې باید د اعتماد د ترلاسه کولو او یوه هېواد د تسلیم کېدو ترمنځ توپیر وشي.

ده وویل که پاکستان ته دوی حق ورکولی چې هم هغه ډول چې د طالبانو په مهال یې د افغانستان پر سیاست اغېز درلود، د دوی په دولت کې یې هم درلودلای حتما یوې نتیجې ته سره رسېدل.

ښاغلی سپنتا وایي افغانستان باید پر خپل بهرني سیاست د پاکستان د ویټو حق ونه مني.

ښاغلي سپنتا د هغه نظر مخالفت وکړ چې ګواکې د حامد کرزي د حکومت پرمهال له هند سره اړیکې دومره ښې او دوستانه وې چې د پاکستان د غوسې او نارضایتۍ لامل ګرځېدې.

ښاغلی سپنتا وایي افغانستان باید پر خپل بهرني سیاست د پاکستان د ویټو حق ونه مني.

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، ښاغلی سپنتا وایي افغانستان باید پر خپل بهرني سیاست د پاکستان د ویټو حق ونه مني.

"موږ له هند سره داسې څه اړیکه درلودله چې ښاغلی مُشرف وايي په ۲۰۰۱ کال کې موږ طالبان راوبلل او د آی اس آی استخباراتي شبکې ته مو دنده وسپارله چې طالبان بېرته په پښو ودروي او د افغانستان دولت کمزوری کړي. دا کار دوی په ۲۰۰۱ کال کې کاوه، نو په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان او هند تر منځ څه اړیکې وې؟ آیا په هند کې د ۲۰۰۰ تنکیو افغان ځوانانو لپاره د زدکړې شونتیا برابرول کوم بد کار دی؟ د سړکونو جوړل او د سلما د بند جوړول بد کار دی؟ که د هندیانو د شتون له امله د افغانستان له خاورې د پاکستان امنیت ته کوم ګواښ واي، نو موږ به جدي نیولی ؤ، خو که پاکستان غواړي چې موږ تحصیلی بورسونه، سړکونو او د اوبو د بندونو جوړونه ونه منو، دا د یوه خپلواک او ملي دولت په توګه زموږ د سیاست او استقلال پرخلاف دی".

ښاغلی سپنتا په دې وننګول شو چې ولې د هند په پرتله په پاکستان کې د لوړو زدکرو بورسونو ته بد بیني ډېره ده؟

ده وویل " تاسې غواړئ ووایئ چې زموږ د اړیکو کیفیت له پاکستان او هند سره یو شانې دی؟ یعنې هند هم افغانستان ته ترهګر را استوي؟ پاکستان باید پر افغان پولې د توغندیو توغول درولي وای او د ترهګرو له راتګ څخه یې مخنیوي کړای واي. زه په دې باور یم چې اوږدمهالې سولې او ثبات ته رسېدل، د افغانستان د ګاونډیانو او په تېره بیا د پاکستان له ژورې همکارۍ ناشونې ده".

افغانستان ته د نوو ګواښونو د را څرګندېدو په اړه، ښاغلی سپنتا هغه اندېښنه نه لري چې ډېر تر بحث لاندې ده. د ده په آند په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر شتون شواهد ډېر نه دي او هسې لوی ښودل کېږی. د رنګین دادفر سپنتا په وینا یوازې په ځینو سیمو کې تریاک پلوو ډلو او ځینو طالبانو، سپین بیرغ کښته کړی او تور یې پورته کړی دی چې دده په وینا دا د افغانستان د ټولنې واقعیت نه دی.

ښاغلی سپنتا د حامد کرزي د دولت یو له تر ټولو مهمو او سیاست جوړونکو څېرو څخه ؤ.

هغه د خپلې دندې په وروستیو ورځو کې، له پاکستان سره، د افغان سولې پر سر، د افغانستان دیارلس کلنې هځې بې نتیجې وبللې. ښاغلي سپنتا د خپل کار تر آخرو ورځو د پاکستان پر سیاست ډېرې کلکې نیوکې کولې.