د پېښور ښوونځي مهم بريدګر نيول شوی

د عکس سرچینه، bbc
د پاکستان پوځ وايي يو کس چې تاج محمد عارف رضوان نومېږي او د پېښور ښوونځي بريد کې د ېوې ډلې قوماندان و نيول شوی دی.
ويل کېږي محمد عارف ۲۷ کاله عمر لري او د خيبر ايجنسۍ د باړې سيمې اوسېدونکی دی. دا کس په پېښور کې د پوځي عمليات په ترځ کې نيول شوی دی.
د پاکستان پوځ وايي دې کس منلې چې ۲۰۰۸ کال را په دېخوا يې له پاکستاني طالبانو سره تړاو درلود او په شمالي وزيرستان او پېښور کې د ترهګرۍ په پېښو کې ښکېل و.
د ۲۰۱۴ کال ډسمبر پر ۱۶ نېټه پېښور کې پر ښوونځي بريد کې له ۱۴۰ زيات کسان وژل شوي چې ډېری يې زده کوونکي وو.
تېره مياشت د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه ويلي وو چې له ۶ ترهګرو يې يو تښتېدلی دی.
عاصم سليم باجوه وويل چې پر ښوونځي يې د ۲۷ کسيزه برېدګره ډله پېژندلې ده.
له دغو بريدګرو ۹ کسان وژل شوي دولس نيول شوي او د پاتې شپږو کسانو لټون روان دی.
د پاکستاني پوځ وياند وايي په بريد کې ښکېل کسان پاکستان دي او نيول شويو کسانو ويلي چې دا بريد د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په امر شوی و.

د عکس سرچینه، bbc
پاکستاني طالبانو پر ښوونځي د بريد مسؤوليت اخيستی و، او ويلي يې وو، چې دا بريد يې په شمالي وزيرستان او خيبر کې د پوځ د بريدونو د غچ اخيستو په مقابل کې کړی.
پر ښوونځي اوو بريدګرو بريد کړی و، همدارنګه د پاکستان حکومت د بريد په تړاو شپږ تورن کسان اعدام کړي دي.








