پښتونخوا کالم: يو هېواد ... درې اخترونه!!

د عکس سرچینه، Reuters
پاکستان کې ګڼ قومونه مېشت دي. د یو قوم ګټې د بل پر ضد دي!
ستر مذهب یې اسلام دی خو په کې بېلا بېل مسلکونه، ډلې، جدا جدا امامان او ځان ځان له رنګونه لري!
اذان یې یو دی خو جوماتونه، منبرونه او محرابونه یې بېل بېل دي!
چې رواجونو، دودونو، دستورونو او کلتورونو ته یې را شو نو ته به نه وایې چې دا هم ګنې یو قوم دی!
دا هر څه به یې ومنئ خو چې دین، مذهب، جوماتونه او امامان در له وویشي، مسلکونه یې د یو بل پر ضد شي، روژې او اخترونه در له جدا جدا کړي نو بیا به په کوم صف کې درېږئ!؟
پاکستان کې سږ کال لوی اختر هم لکه د قربانۍ د څاروي وویشل شو، درې اخترونه ولمانځل شول!! یو اختر افغاني و، دویم د پښتونخوا او دریم د پنجاب حکومتي اختر و.
حکومت او پنجاب لازم او ملزوم دي خو د پښتونخوا د سوات سیمه د پنجاب له حکومت سره اختر کوي، په کرښه پراته قبایل له افغانستان سره اختر لمانځي او پېښور، چارسده، مردان، صوابۍ او څنګلورې سیمې ځان له دي، افغانستان او عربو پسې په دویمه ورځ روژه او اختر کوي.
پښتنو ته خو خپلو امامانو اسانه لاره ښودلې ده. دوی ورته وايي چې هر څه درنه هېر شي نو دا ووايئ:
"د امام په نیت مې نیت دی"!
موږ خپله په نیت نه پوهېږو، د امام په نیت باندې نیت تړو. زموږ مذهب او سیاست دواړه د پردو نیتونو پورې تړلي ځکه خو یوازې په دعا پسې امین وایو!
د مذهب استازان مو چې دعا غواړي نو امین او ثمه امین ور پسې له موږ اخلي. رهبرانو مو هم موږ په دعاګانو عادت کړي یو.
زموږ د مذهب استازان د روژې او اخترونو په لمونځونو کې د کفارو د غرقېدو دعا کوي او موږ ور پسې په جمع امین وایو خو تر اوسه زموږ په دغه دعائیه ښېرو کفار اسلام غرق نه شول.
پاکستان چې کله له هند سره د کرېکټ میچ ولري نو نر او ښځه، ماشومان، ځوانان او بوډاګان ټول دعا کوي چې د پاکستان مسلمانان پر هندوانو بریالي شي خو دې ته پام نه کوي چې د هند د کرېکټ په ټیم کې مسلمان لوبغاړي هم شته او د پاکستان په ټیم کې د نورو ډلو او مذهبونو لوبغاړي هم.
ټوله دنیا او نور ټول قومونه د ټکنالوژۍ په مټ مبارزه کوي. موږ ځان ته دعا او نورو ته ښېرې کوو خو ځان ته د دعا او نورو ته د ښېرو پایله څرګنده ده.
هند بره مریخ ته ورسېد، موږ له ایمان سره د ځمکې نه ټوپ نه شو وهلی. اسمان ته بره بره ګورو او خدای ته وایو چې (کفار اسلام) بره درخېژي نو په غشو یې ووله!
خو خدای تعالی فرمایلي:
ما ځمکه او اسمانونه ستاسو لپاره پیدا کړي دي، وګرځئ، هڅه او پلټنه وکړئ.
موږ جهادونو ته خورا ډېرې دعاګانې وکړې، فساد ترې جوړ شو!
موږ تر اوسه پورې په دعاګانو کشمیر ازاد نه کړ. بیت المقدس په دومره سترو دعاګانو هم له نیونې خلاص نه شو!
پاکستان د یو مذهب په بېلا بېلو مسلکونو او عقیدو روان دی. اوس یې درې لوی اخترونه ولمانځل خو دا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده. چې د یو مذهب بېلا بېل مسلکونه د یو بل حلالول جایز او د ثواب کار ګني نو دا خو لا د څارویو د حلالولو اختر دی!
حکومت د هلال کمېټې ته تنخوا ورکوي خو دوی په ټول پاکستان کې روژه او اختر یو کولی نه شي. په داسې تفرقاتو کې د پاکستان مسلماني حیرانه شي چې دا څه دي؟! او مسلمانان حیران دي چې موږ به په کوم صف کې را ولاړېږو؟؟!!








