"د میرانشاه ۸۰٪ سیمه له طالبانو پاکه شوې"

د عکس سرچینه، none
د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پوځي ضرب عضب په نامه عملیاتو مشر ظفر خان ویلي، د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې اتیا سلنه سيمه له طالبانو پاکه شوې او د هغوی مرکزیت یې له منځه وړی.
نوموړي له خبریالانو سره په سفرکې ظفر خان بي بي سي ته وویل، د دې سيمو سل په سلو کې تصفیه کول ناممکن دي، خو هغه ډلې چې له دې ځایه وتلې، دوی به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.
په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر وویل، دغه کچه نه شي ټاکلی چې دا عملیات به په څو اونیو او یا میاشتو کې بشپړ شي.
هغه وویل، چې ټاکلی تاریخ ورکول به سمه خبره نه وي.
نوموړي زیاته کړه، د دې عملیاتو له امله په سلګونه زره وګړي اغېزمن شوي.
شمالي وزیرستان ته له خبریالانو سره د بي بي سي ورغلی خبریال هارون رشید وايي، د میرانشاه په ښار کې د ګرځېدو راګرځېدو له امله دا څرګندیږي چې ټوله سیمه د بدمرغویو ښکار شوې.
دوی وايي، ډېری دوکانونه بند وو او داسې ښکارېده چې دوکاندار په بیړه او وېره کې نیم دوکان تړلی او نور یې هسې خوشې کړی او تښتېدلی.
پوځ وايي، طالبانو به تلو تلو سره ټوله سیمه په بمونو پوښلې چې د پوځ پرمختګ مخه ونیسي، خو دې عمل د پوځ حرکت ستونزمن کړی او د دې سيمو پاکول به وخت ونیسي.
د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله سلګونه زره وګړي بې ځایه شوي دي.








