نواز شريف د سولې خبرو لپاره پلاوى وټاکه

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يو څلور کسيز پلاوى ټاکلى دى.
ښاغلي شريف د پاکستان په ولسي جرگه کې د خپلې دغې پريکړې د اعلانولو پر مهال وويل غواړي سولې ته يوه وروستۍ موقع ورکړي.
د پاکستان لومړي وزي وويل "زه باوري يم، که موږ د ترهگرو په وړاندې پوځي عمليات پيل کړو نو ټول ولس به د حکومت تر شا ودرېږي. خو زه غواړم سولې ته يو وروستى فرصت ورکړم."
نواز شريف زياته کړه چې نور ترهگريز بريدونه نشي زغملي او حکومت به د سولې راوستو لپاره هره شونې لاره چاره وکاروي.
د پاکستان لومړي وزير له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه، د غوره شوي پلاوي غړيتوب لپاره ژورناليست عرفان صديقي ( چې په دې وروستيو کې په ملي چارو کې د لومړي وزير ځانگړى همکار ټاکل شوى)، د بي بي سي ژورناليست رحيم الله يوسفزى، متقاعد جگړن عامر (پخوانى استخباراتي افسر) او پخوانى ډيپلوماټ رستم شاه مهمند نومولي دي.
د ښاغلي شريف په وينا د چارو د هم غاړې کولو مسووليت به د پاکستان د کورنيو چارو وزير وي، او دى په خپله به ټول بهير څاري.
نواز شريف په خپلو څرگندونو کې د خبرو اترو د پيلېدا او يا سرته رسېدو لپاره کوم مهال وېش و نه ټاکه.
پاکستاني طالبان وايي له حکومت سره خبرې اترې غواړي خو بيا بل لوري ته د پاکستان په لر او بر کې د يو شمېر هغو بريدونو پړه يې هم منلې چې په دې وروستيو کې ترسره شوي دي.
پاکستاني طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د پاکستان پر اوسني حکومت د مذاکراتو په نوم د سیاست کولو تور لګولی.
تېره اوونۍ، د طالبانو په خپرې کړې وينا پاڼه کې راغلي و چې که حکومت د مذاکراتو لپاره جدي وي، نو باید خپل دریځ څرګند کړي.
د نوازشریف په مشرۍ د مسلم ليگ ګوند، د ټاکنو پر مهال او واک ته له رسېدو وروسته هم د پوځي عملیاتو پر ځای د سولې د مذاکراتو خبره کړې.








