نواز شريف: د سولې بهير سره همکارۍ ته چمتو يو
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل ولسمشر کرزي ته يې ډاډ ورکړی، چې د سولې لپاره د زمينې په برابرولو کې به همکاري کوي.
ښاغلي شریف وويل، پاکستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او د سيمې له هېوادونو يې هم وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
لومړي وزير نواز شريف د ملا عبدالغني برادر په اړه وويل چې نوموړی خوشې شوی او په دې اړه يو ګډ ميکانيزم جوړ شوی دی.
خو څو ورځې وړاندې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی پاکستان ته تللی و، له ښاغلي برادر سره يې نه و، کتلي.
افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې دواړو غاړو د وسله والو طالبانو د پټنځايونو د له منځه وړلو پر سر هم خبرې وکړې.
د پاکستان لومړی وزير نواز شريف نن له غرمې مخکې پلازمينې کابل ته ورسيد.
باور دا دی چې طالبان په پاکستان کې دننه مرکزونو نه پر افغانستان بريدونه پلانوي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې يو شمېر غړي هم په دې تورن دي، چې ګواکې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري ويلي دي: ''دواړه مشران به په افغانستان کې د سولې او پخلاينې پر هڅو وغږېږي''.
طالبان له افغان ولسمشر حامد کرزي او د سولې له عالي شورا سره مخامخ خبرې ردوي او دوی د واشنګټن ګوډاګيان بولي.
د افغانستان د سولې عالي شورا غواړي له هغو طالبانو سره خبرې وکړي، چې له ۲۰۰۱ کال راپديخوا له افغان او بهرنيو هېوادونو سره جنګېږي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي په جون مياشت کې د نواز شريف د حکومت له جوړېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو کې مثبت بدلون ليدل شوی دی.
دی وايي، تیرکال د نومبر په میاشت کې د طالب بندیانو د پریښودو د پروسې د پیل راهیسې پاکستان تر اوسه د سولې پروسې سره د همکارۍ لپاره شاوخوا ۵۰ طالب بنديان خوشې کړې دي.
کابل ته د لومړي وزير له سفر وړاندې هم پاکستان درې طالب بندیان خوشې کړل، چې يو يې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سلاکار و.
خو داسې راپورونه دي، د سولې د عالي شورا پلاوي چې پاکستان ته د طالبانو د دويم مشر ملا عبدالغني برادر سره د ليدو لپاره اسلام اباد ته تللی و، له هغه سره نه دي ليدلي.
افغان حکومت وايي د ملا برادر په اړه به په کابل کې له لومړي وزير نواز شريف سره پراخې خبرې وشي.








