د پاکستان لومړى وزير کابل ته سفر کوي

اټکل کېږي چې د پاکستان لومړى وزير ميا نوازشريف د شنبې په ورځ کابل ته سفروکړي او له افغان ولسمشر حامدکرزي سره د سولې پر بهير خبرې وکړي.
دغه يوه ورځينى سفريوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي شريف اسلام آباد کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره وکتل . دغه شورا له افغان طالبانو سره د سولې د يوه جوړجاړي د رامنځ کولو لپاره هڅه کوي.
په داسې يو حالت کې چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان رول مهم گڼل کېږي.
پاکستان وايي په افغانستان کې د سولې له بهيرسره د مرستې په موخه يې د طالبانو د غورځنگ دويم مهم مشر ملاعبدالغني برادر له زندانه خوشي کړ.
خو د طالبانو سرچېنې شکايت لري چې نوموړى لاهم زنداني دى .
د رپوټونو له مخې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي غوښتل چې تېره اونۍ پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې له ملابرادرسره وگورئ .خودا نه ده څرگنده چې دغه کتنه وشوه اوکه نه.
دا له هغه راهيسې چې ښاغلى شريف د پاکستان لومړى وزيرشوى کابل ته يې لومړى سفردى.
دپاکستان د بهرنيوچارووزارت يوه وياند عزيزاحمد وويل ښاغلى شريف به کابل کې له ولسمشر کرزي سره د کتنې پرمهال له طالبانو سره د سولې پرخبرو سربيره د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخېزو اړيکو هم بحث وکړي.
مخکې طالبانو له افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره مخامخې خبرې رد کړې وي او ولسمشر کرزى يې د امريکا لاسپوڅى بللى و .
تمه کېدله چې هغه دفترچې د روان کال د جون په مياشت کې د قطر هېواد په دوحه کې طالبانوته پرانيستل شو د سولې له بهير سره مرسته وکړي. خوددې دفترپرانېستې ولسمشر کرزى سخت په غوصه کړ او د افغان حکومت دمخالفت له وجې بېرته وتړل شو.
د همدغو هڅو په لړ کې تېره مياشت افغان ولسمشرحامدکرزي لندن کې له ښاغلي شريف او دبريتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کاميرون سره وکتل.
له دغې کتنې څخه د افغان لوري تمه دا وه چې پاکستان وهڅول شي چې په افغاستان کې د ټيکاو او سولې د راوستو په برخه کې رښتيني همکاري وکړي.
افغان مشران باورلري که پاکستان او امريکا همکاري وکړي نو له طالبانوسره د سولې بهير کامبېداى شي .








