هنګو کې د یوې کورنۍ شپږ ماشومان ووژل شول

د عکس سرچینه، a
د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي د یوه لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنې شپږ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د چارواکو وینا ده چې په هنګو کې دغو ماشومانو له لاسي بم/ ګرنیټ سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه او دوی په کې ووژل شول.
د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي حسین بادشا خبري رسنیوته ویلي چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه له پنځو تر ۱۲ کلونو پورې وو.
د چارواکو په وینا په وژل شویو ماشومانو کې پنځه هلکان او یوه جلۍ شامله ده.
په دوی کې درې یې سره ورونه او دوه نور یې د کاکا زامن وو.
دغه کورنۍ له اوکرزئ ایجنسۍ نه چیرته چې د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات ترسره کوي هنګو ته راغلې وه.
خو په خپله هنګو کې هم ډېر ځله د اورپکو له خوا برېدونه ترسره کېږي.
همدا څو ورځې وړاندې د ښوونځي یوه زده کوونکي د یوه ځانمرګي برید د مخنیوي پرمهال ووژل شو خو ده د خپلو ګڼو همټولګیو ژوند وژغوره.
داسې انګېرل کېږي چې هنګو د خېبر پښتونخوا له حساسو سيمو يوه ده او د ترهګرۍ او فرقه يي شخړو له امله ډېره اغېزمنه شوې ده.
د دغې سیمې پولې د اورکزئ، کرم او شمالي وزيرستان له قبايلي سيمو سره نښتې دي.








