پاکستاني طالبانو د سولې خبرو وړانديز رد کړی

په پاکستان کې له طالبانو سره د حکومت له لوري د خبرو لارې له غوراوي څو ساعته وروسته پاکستاني طالبانو د خبرو وړانديز رد کړی دی.
د پاکستاني طالبانو نوي توندلاري مشر ملا فضل الله ويلي له حکومت سره د سولې خبرې مانا نه لري.
ده يو ځلې بيا دا ګوتڅنډنه کړې چې دوی به د پاکستاني حکومت پرځول او په دغه هېواد کې د شرعي نظام رامنځته کولو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.
د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد ويلي د تېرو حکومتونو په څېر د پاکستان اوسنی حکومت د امريکايي ډالرو وږی او کمزوری دی.
شاهد الله شاهد رويټرز ته ويلي دوی پوهېږي، حکومت پر کور دننه د پوځي عملياتو پلانونه جوړوي، خو په وينا يې طالبان د دغه ډول بريدونو پر وړاندې چمتو دي.
له دې وړاندې د پاکستان فدرالي کابينې د ملي امنيت کمېټي پرېکړه کړې وه چې د ترهګرۍ پای ته رسولو هلو ځلو کې به له طالبانو سره خبرې لومړی غوراوی وي.
د کابينې د ملي امنيت کمېټې ويلي نورې لارې به د ورستۍ وسيلې په توګه کارول کېږي، چې له زوره کار اخيستل هم په کې له پامه نه دي غورځول شوي.
دغه غونډه د سې شنبې پر ورځ د لومړي وزير نواز شريف په مشرۍ وشوه، چې د حکومت پر وزيرانو سربېره پوځی جنرالانو هم په کې برخه درلوده.
ښاغلی شريف چې واک ته رسېدلی پر دې تګلاره يې ټينګار کړی له طالبانو سره به د خبرو لار غوره کوی.
د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ وروسته له هغه د سولې په خبره په ټپه ودرېدې، چې د امريکا ډرون بريد د پاکستاني طالبانو مشر وواژه.








