شمالي وزیرستان کې ډرون برید مرګ ژوبله اړولې

پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته د جون میاشتې په اوومه نېټه لومړی ډرون برید تر سره شو.
د عکس تشریح، پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته د جون میاشتې په اوومه نېټه لومړی ډرون برید تر سره شو.

شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. د ځايي ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې برید د شنبې په ورځ د میرعلي په مسوکۍ سیمه کې شوی.

د چارواکو په وینا، یوه مدرسه په دوو توغندیو ووېشتله شوه، چې په پایله کې درې کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا وژل شوي کسان بهرنیان دي، خو تر اوسه یې د هویت په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او خپل پخوانی دریځ یې پر ډاګه کړی، چې دغه ډول بریدونه د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیز کوي او دغه ډول بریدونه یې د خپل ملي حاکمیت ضد بللي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې یوه لوړ پوړي ځايي چارواکي بي بي سي سره خبرو کې ومنله، چې د پاکستان حکومت او وسله وال ‌طالبان خبري کوي. د نوموړي په وینا له دې خبرو نه وارله مخه ګټه تر لاسه شوې.

د نوموړي په وینا د روان کال په مې میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې د وسله والو طالبانو د دویم مشر ولي رحمان له وژل کېدو وروسته رامنځ ته شوې اغېزې تر ډېره حده له منځه تللې.

د هغه په خبره له ډېرو منډو ترړو وروسته د خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پاکستان ته سفر وکړ او دواړو هېوادونو د خبرو د پیل اعلان وکړ.

د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا پاکستان ته د کوم لوړ پوړي بهرني چارواکي لومړی سفر و.

د دغه سفر پر مهال جان کېري وویل، چې ډورن بریدونه به دوام وکړي او د د امریکا دښمنانو ضد عملیات به روان وي.

پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته د جون میاشتې په اوومه نېټه لومړی ډرون برید تر سره شو. دغه برید کې اووه کسان ووژل شول.