قبايلي سيمو کې ډرون بريدونو ۱۴۷ ملکيان وژلي

د برتانيا د ژورنالېزم څېړنيز مرکز د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د بي پيلوټه الوتکو د بريدونو او د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د پاکستان د کورنۍ ارزونې پټ راپور ترلاسه کړی دی.
په راپور کې افشا شوي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ ميلادي کلونو ترمنځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د ۹۴ کوچنيانو په ګډون ۱۴۷ ملکيان وژل شوي دي.
په برتانيا کې د تحقيقاتي ژورنالېزم اداره وايي داسې يو پټ راپور يې ترلاسه کړی چې په لومړي ځل د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د ملکي وګړو د وژلو په تړاو د پاکستاني حکومت په داخلي معلوماتو راټول دی.
رحمن الله په خپل راپور کې کاږي، امريکا ډېر کله ادعا کوي چې په بريدونو کې يې ډېر لږ ملکيان وژل کېږي، خو د پلټونکې ادارې موندنې ښيي چې په تېرو نهو کلونو کې له ۴۰۰ زيات عام خلک وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي، پاکستاني چارواکو ته هم معلومه ده چې د امريکا استخباراتي اداره سي آی اې ملکي خلک وژني او دا چې سي آی اې هم په دغو وژنو خبره ده.
راپور کاږي د امريکايي ډرون الوتکو په بريدونو کې ټولټال ۷۴۶ کسان وژل شوي، چې ۱۴۷ يې ملکيان او ۹۴ يې يوازې ماشومان دي.
د دولس مخونو دا راپور په قبايلي سيمو کې د پاکستاني چارواکو له لوري چمتو شوی دی.
په دغه راپور کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ۷۵ بريدونو يادونه شوې او په اړه يې جزييات ورکړای شوي دي.

په راپور کې د امريکايي الوتکو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر د امريکايي چارواکو د شمېرو په پرتله ډېر زيات ښوول شوی دی.
امريکايي چارواکي ادعاوې کوي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ولسي وګړو د وژل شويو شمېر تر ۶۰ کسانو زيات نه دی.
د پاکستان حکومت په دغه راپور کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د امريکا د ډرون الوتکو د بريدونو جاج اخيستل شوی دی.
راپور زياتوي په دغه موده کې د پاکستان حکومت او پوځ د سي آی اې د بريدونو پټ ملاتړ کاوه، او پاکستاني چارواکو د ملکي وګړو د وژلو په اړه ډېر معلومات لرل.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند پلټونکې ادارې ته ویلي، چې په پاکستان کې اوسنی حکومت په قبايلي سيمو کې د امريکا له بريدونو سره مخالف دی.
د وياند په خبره امريکايي بريدونه د پاکستان د خپلواکۍ او نړېوال اصولو خلاف دي.
پخوانيو حکومتونو هم په ښکاره له دا ډول بريدونو سره بيا بيا خپل مخالفت څرګند کړی و.








