پېښور ته نژدې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو پر یوه ګزمه د برید په پایله کې د پوځ لږ تر لږه پنځه سر تېري وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا د پوځیانو په ځوابي ډزو کې څلور توندلاري وژل شوي. دپولیسو په وینا پېښه د چهار شنبې په شپه له پېښوره ۱۵ کیلومتره لرې د متنو په سره خاوره سیمه کې رامنځ ته شوه.
د متنو پولیس مشر بهرام خان په وینا پوځیانو ګزمه کوله، چې توند لارو پرې د درنو وسلو ډزې وکړې. د نوموړي په خبره برید کې لږ تر لږه پنځه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
د پولیس افسر په وینا د پوځیانو په ځوابي ډزو کې څلور توندلاري ووژل شول، خو د ځايي سرچینو په خبره برید کې شپږ سرتېري وژل شوي دي. له څه مودې راهیسې د پېښور ښار په شاوخوا سیمو کې پر امینیتي ځواکونه بریدونه ډېر شوي دي.
نژدې یوه میاشت مخکې دې سیمه کې پر امنیتي ځواکونو او ملېشه سرتېرو د دوو بریدونو په پایله کې لس تنه وژل شوي وو.
متنو سیمه د پېښور لپاره امنیتي کمربند بلل کېږي او له دریو لوریو له قبایلي سیمو خیبر ایجنسۍ، ایف ار پېښور او ایف ار درہ ادم خیل کوهاټ سره نښتې ده. ویل کېږي، دغه سیمه کې د وسله والو یو شمېر ډلې فعالیت کوي، چې له کبله یې معمولاً پر امنیتي ځواکونو په رډه رڼا ورځ بریدونه کېږي.
د ځايي خلکو په وینا دغه سیمه کې داسې ځایونه شته، چې امنیتي ځواکونه نه شي کولای ورشي.
سیمه کې له دې مخکې حکومت پلوي لښکرونه فعال وو، خو له څه مودې راهیسې دغه لښکرونه غیر فعال شوي او د توند لارو په بریدونو کې د دې لښکرو یو شمېر مشران او غړي وژل شوي دي.
د شنونکو په وینا که حالت همداسې دوام وکړي، داسې خطر شته، چې د دې وسله والو ډلو له لوري پېښور ښار ته هم خطر متوجه شي.








