کابل له پاکستانه د پېښور د برید توضیحات غواړي

افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، چې د خیبر پښتونخو پېښور د تېرې دوشنبې ورځې د برید په اړه پلټنې ورسره شریکې کړي.
په دغه برید، چې د تېرې دوشنبې په ورځ (اپریل ۲۹) د افغان کونسلګرۍ د دوو مامورینو په ګډون لس کسان په کې ووژل شول.
پېښور کې افغان کونسل سید محمد ابراهیم خېل وویل، چاودنه کې د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي قاري هلال احمد وقاد او حاجي ادریس وژل شوي دي.
نوموړی وايي، چې مړي یې افغانستان ته ولېږدول شول.
قاري هلال احمد د افغانستان د سولې د عالي شورا د یوه غړي قاضي محمد امین وقاد زوی و.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.
پېښور کې د پولیسو یوه افسر ویلي، چې د برید هدف د پولسو یو ګاډی و، چې برید کوونکي غوښتل، خپل موټر سایکل یې پر ګاډي ور وجنګوي.
د برید په سیمه کې د ولي وګړو د لېږد رالېږد بسونه وو، چې زیاتره ولسي وګړي په کې ووژل شول.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت ویاند شمس زردشت ویلي، دا لا څرګنده نه ده چې د برید هدف پېښور کې د افغان کونسلګرۍ هغه کار کوونکي وو، چې پېښور ټاون سیمه کې خپل دفتر ته روان وو او که بل څوک.
زردشت بي بي سي ته وویل، له پاکستاني حکومته یې د دغه برید د پلټنې او معلوماتو شریکولو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل، په برید کې د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي وژل شوي.
دی وايي، چې په وژل شویو کارکوونکو د ديپلومات حیثیت نه درلود، خو قاري هلال احمد وقاد د افغان حکومت د سوداګرۍ وزارت له خوا هلته په دنده ګومارل شوی و.








