باجوړ کې د ګوزڼ ضد واکسين پر ډلې بريد شوی

له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه باجوړ کې د ګوزڼ مخنيوي پر واکسين ډلې بريد کې د دغې ډلې يو ساتندوی وژل شوی دی.
د باجوړ ادارې يو چارواکي سهيل احمد خان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي بريدګرو هغه مهال ډزې وکړې چې دغې ډلې غوښتل په کلام ښارګوټي کې ګوزن واکسين وکړي.
ده ويلي "يو ځايي قبايلي پوليس چې د ډلې ملګرتيا يې کوله په بريد کې وژل شوی دی."
ده ويلي په بريد کې د نورو مرګژوبلې په اړه څه معلومات نه دي ور رسېدلي، او زياته يې کړه بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.
يوه امنيتي چارواکي هم د دغه پوليس د مرګ پخلی کړی دی.
پاکستان، افغانستان او نيجېريا يوازيني هېوادونه دي چې ګوزڼ لا هم په کې د يوې ساري ناروغۍ په توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.
د ملګريو ملتونو يو راپور له مخې په ۲۰۱۱ کال کې پاکستان کې د ګوزڼ پېښو شمېر ۱۹۸ ته رسېده، چې هم له يوې لسيزې راهيسې دغه هېواد کې او هم ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ تر ټولو لوړه شمېره وه.
کلام د باجوړ ماموند کې له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه سيمه ده.
باجوړ په خپله تېرو څو کلونو کې د اورپکيو او پاکستان امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو او نښتو ليدونکی و. باور دی دې سيمه کې اورپکي د نورو قايلي سيمو په څېر ډېر فعال دي.
د روغتيا چارواکي وايي د ګوزڼ ضد هلو ځلو دغه پړاو کې ۶۲۴ ډلې کار کوي، چې له پنځو ټيټ عمر څه د پاسه ۲۲۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي.
د واکسين دغه فعاليت کې هېڅ ښځينه روغتياپاله هم برخه نه لري.
په تېرو څو مياشتو د پاکستان بېلابېلو برخو کې د ګوزڼ ضد واکسين ډلو باندې بريدونو کې څه د پاسه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د روانې مې پر ۱۰ مه د خيبر پښتونخوا په مردان کې د ګوزڼ ضد واکسين ډلې پر ساتونکو پوليسو بريد کې يو پوليس ووژل شو او بل ټپي شو.
تېر کال پاکستان کې د ماشومانو ترمنځ د ګوزڼ ويروس ۵۸ پېښو پخلی شوی، چې ۲۷ يې په خيبر پښتونخوا، په داسې حال کې چې ۲۰ يې له فاټا يا قبايلي سيمو نه وې.
باجوړ کې د ګوزڼ واکسين ډلې باندې د دغه بريدړ پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تېر کال د پاکستان طالبانو په وزيرستان کې پر ګوزڼ ضد واکسين بنديز لګولی و، او ادعا يې کوله ګواکې د دغو هلو ځلو تر سيوري لاندې جاسوسي کېږي.
دغو ګونګوسيو چې ګوزڼ ضد واکسين ګواکې د مسلمانانو شنډولو يوه توطيه ده، هم يو بل ته په پراخه د دغې لېږدېدونکې ناروغۍ کابو کولو هڅې له خنډونو سره مخامخ کړې دي.








