پښتونخوا کې پولیو واکسین پر فعالانو برید شوی

له دې مخکې هم د پاکستان په سند او پښتونخوا ایالتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پر فعالانو بریدونه شوي.
د عکس تشریح، له دې مخکې هم د پاکستان په سند او پښتونخوا ایالتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پر فعالانو بریدونه شوي.

د خېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د ګوزن ضد واکسین ډلې پر ساتونکو برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د مردان په پارهوتي سیمه کې رامنځ ته شوه.

پېښور کې د بي بي سي خبریال وايي پارهوتي ته د ګوزن ضد واکسین ډله ماشومانو ته واکسین ورکولو لپاره ورغلې وه او پولیس یې ساتنه کوله، چې پرې ډزې وشوې. دغه برید کې د ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی، خو یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دي.

تېر کال د پاکستان په ۵۸ ماشومانو کې د ګوزڼ ضد ویروس وپېژندل شول، چې ۲۷ د خیبر پښتونخوا او ۲۰ د قبایلي سیمو اوسېدونکي وو.

له دې مخکې هم د پاکستان په سند او پښتونخوا ایالتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پر فعالانو بریدونه شوي. له هغه وروسته پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې وه، چې د ګوزڼ ضد واکسین له پیل مخکې به یې په اړه اعلان نه کوي.

د سږ کال په فبروري کې هم د ګوزڼ ضد واکسین ډلې پر ساتونکو برید شوی و، چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی و. د مردان پولیس چارواکو هغه مهال وویل ، دوو کسانو پر دغه پولیس ډزې وکړې او ویې وواژه. دغه سیمه کې د واکسین پروګرام په هماغه ورځ پیل شوی و، چې پرې برید وشو.

هغه پېښه د شیخ ملتون ټاون په خواکلي کې شوې وه.د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون دا وروستیو کې پاکستان کې پر ګوزڼ ضد ډلو د وسله والو بریدونه ظلم، بې احساسه او د نه بښلو وړ بللي.