مولانا فضل الرحمن: پاکستاني رسنۍ د دوی پر ضد "تعصب" کوي

د نارسمي شمېرو له مخې د جمعيت علمای اسلام گوند قومي اسمبلۍ کې ١٠ څوکۍ ګټلې دي.
د عکس تشریح، د نارسمي شمېرو له مخې د جمعيت علمای اسلام گوند قومي اسمبلۍ کې ١٠ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان جمعيت علمای اسلام گوند په يوه قهروړې خبرپاڼه کې د دغه هېواد ځينې رسنۍ تورنې کړې چې د ډلې پر وړاندې يې "تعصب" کوي.

د دغه اسلامپالي گوند له لوري ويل شوي چې د مې ١١ مې ټولټاکنو دوه ورځې وروسته لا ځينو رسنيو دا رپوټونه خپرول چې گواکې مولانا فضل الرحمن په خپلو انتخابي څوکيو کې ماتې خوړلې ده.

مولانا فضل الرحمن دغه پاکستانۍ رسنۍ د خبريالۍ له اصولو ليرې بللې او وايي د دوى پر وړاندې يې له "تعصب" کار اخيستى دى.

د جمعيت علمای اسلام گوند مشر ادعا کړې چې د ځينو پاکستاني ټلويزيونونو خبريالانو داسې کار کړى چې په وينا يې له ځانگړو گوندونو د ملاتړ څرک ښکاري.

مولانا فضل الرحمن وايي پاکستاني خبريالانو چې په کومو ځايونو کې د دۀ د ماتې خبر ورکاوۀ هلته دوى په خورا لوى اکثريت برى خپل کړى دى.

دوى دا مني چې د ديموکراسۍ په پياوړتيا کې د رسنيو ونډه خورا مهمه ده خو په يوه خبرپاڼه کې يې ژمنه کړې چې گوند به يې په وينا د دغه ډول رسنيو پر خبرو او شننو تگلارې نه جوړوي.

مولانا فضل الرحمن پر پاکستاني رسنيو غږ وکړ چې ناپېيلي واوسي.

د وروستيو نارسمي شمېرو له مخې د پاکستان جمعيت علمای اسلام گوند ولسي جرگې کې ١٠ څوکۍ خپلې کړې دي.