مولانا فضل رحمن وايي خبرې د افغان ستونزې حل دى

د پاکستان د روان ميلادي کال د مى د ټاکنو لپاره د جمعيت علما اسلام ګوند په خپل اوږده خپور کړي منشور کې پر بهرنۍ تګلارې رڼا اچولې ده.
دوى وايي چې له لويه سره به بهرنۍ تګلارې د ملي ګټو په چوکاټ کې ويني او حل لاره به ورته ګوري.
دغه منشور د کشمير او افغانستان په باب جلا فصلونه لري.
د اسلام پالې دغه پاکستاني ګوند منشور په انګريزي ژبه ليکل شوى دى.
دغه طالب ملاتړى پاکستانى ګوند په افغانستان کې د بيا پخلاينې دريځ غوره بولي.
د مولانا فضل رحمن ګوند په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان له سولې او ثبات سره تړلي ګڼي او د پاکستان سوله او ثبات هم د افغانستان په ګټه يادوي.
په منشور کې راغلي چې دغه ګوند پخوا هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو ملاتړ کړى دى او اوس هم په دې باور دي چې د افغان لانجې يوازينى حل د خبرو اترو دى.
د مولانا فضل رحمن د ګوند منشور وايي له خبرو اترو پرته د افغان لانجې بله حل لاره نشته.
دغه ګوند ادعا کوي چې د دوى دغه دريځ ځکه سم راختلى چې د ناټو په چوکاټ کې شامل ټول هېوادونه د دوى په وينا له طالبانو سره خبرې اترې غواړي.
د پاکستان جمعيت علما اسلام ګوند په افغانستان کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو غورځنګ ته نژدې بلل کېږي.
خو په دې وروستيو کې چې کله مولانا فضل رحمن په قطر کې و او داسې ګنګوسې وې چې ښايي هلته له افغان طالبانو سره خبرې وکړي افغان طالبانو هغه رپوټونه رد کړل.








