پاکستان کې له ښځو سره زياتى ډېر شوى

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, رحمان الله
- دنده, له پېښوره
په پاکستان کې د ښځو د حقونو د یوې ټولنې د رپوټ تر مخه په تېرو دریو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی.
نا دولتي ټولنه "عورت فاونډېشن" د ۲۰۰۸ کال راهېسې د ښځو د تاو تريخوالي په اړه کلنېز راپور خپروي.
د دغې ټولنې د ۲۰۱۱ کال رپوټ چې د رسنیواو پولیسو د قضیو پر بنسټ جوړ شوی ښيي چې د تاوتریخوالي پېښې تر پخوا ډېرې شوي دي.
په دې رپوټ کې له ۲۰۰۸ کاله را په دې خوا پر ښځو د تاوتريخوالي قضيې را اخیستل شوي او ښيي چې په دې دريو کلونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
رپوټ وايي د ۲۰۰۸ کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې د ښځو د تښتونې او وژلو پېښې ډېرې شوي دي.
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د نا دولتي ټولنې "عورت فاونډېشن" مشرې شبينا ایاز بي بي سي ته وويل چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د پنجاب په صوبه کې ثبت شوي.
نوموړې وايي د حيرانتیا خبره ده چې د کلو او بانډو په پرتله د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په ښارونو کې کيږي.
مېرمن ایاز وايي د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په لړ کې د پښتونخوا د پېښور ښار په پنځم نمبر ځای لري.
مريم بي بي هم د ښځو د حقونو لپاره کار کوي. هغه وايي د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره قوانین جوړيږي خو څوک پرې عمل نه کوي.
مريم بي بي زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دومره زیات شوی چې اوس خلکو ته هغه هېڅ مهم نه ښکاري او هیڅ يې تاوتريخوالی نه بولي:
"قانون شته خو پر مېرمنو ظلم کوونکو ته سزا نه ورکول کيږي. همدا دلیل دی چې دا پېښې ورځ په ورځ ډېريږي."
په پښتونخوا کې ایالتي جرګې يا صوبايي اسمبلۍ د واکمن عوامي نېشنل ګوند غړې شګفته ملک دا مني چې د مېرمنو د حقونو لپاره قانون جوړيږې خو عمل پرې نه کېږې.
نوموړې زېاتوي چې د حکومت کار قانون جوړول او قانون عملي کول دي، خو د ښځو د تاوتريخوالي پېښو د مخنوي لپاره علماو او رسنیو ته هم په کار دي چې په دې برخه کې خپله ونډه ولري.
په پاکستان کې د پېپلز ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو لپاره ېو شمېر قوانين جوړ کړل، خو په هېواد کې د مېر منو پر ضد د تاوتريخوالي مخ په زېاېتدونکو پېښو نه څرګنديږي چې په دې برخه کې خنډونه لا پر ځای پاتې دي.








