کوټه کې د ځانمرگي بريد پر ضد کاربنديز وشو

- Author, ايوب ترين
- دنده, له کوټې
د بلوچستان مرکز کوټه کې د پنجشنبې يا زيارت د ورځې بريد پر ضد د جمعې په ورځ په ټول ښار کې کاربندیز اعلان شوی وو.
د پنجشنبې په پېښه کې د دوو پولیسو په ګډون ۱۳ نور کسان ووژل شول.
د بريد قربانیان د جون ۲۹ مه خاورو ته وسپارل شول.
پولیسو ويلي چې د پېښې په تړاو يې ۲۵ کسان نيولي دي.
په بلوچستان کې د هزاره ډیموکراتیک ګوند، د پاکستان د اعزادارۍ کونسل او شیعه کنفرانس د جمعې په ورځ په ټول ښار کې د کاربنديز غوښتنه کړې وه.
د غو وژنو ته په غبرګون کې د کوټې ښار ټول دوکانونه، مغازې او نور مرکزونه تړل شوي وو.
د پنجشنبې په بريد کې د موټر هغه سپرلۍ ووژل شوې چې په ايران کې تر زیارت کولو وروسته بېرته کوټې ته پر لار وو.
په موټر د ځانمرګي بريد يړه د لشکر جنګوي يوه وياند ابوبکر په غاړه اخیستې ده.
د کاربندیز تر څنګ هزاره ښاریانو د دغو پر له پسې وژنو پر وړاندې مظاهره هم کړې او له دولت نه يې غوښتي چې د دوی د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې يو ځل بیا پر شیعه ګانو په ځانګړې توګه هزاره ګانو بریدونه زیات شوي دي.
د هزاره مشرانو په وینا د ۲۰۰۱ کال را هیسې يې د قوم ۸۰۰ کسان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
دغه مشران وايي دغه ډول وژنو يې د قوم پر کارو بار بد اغیز کړى او هم يې په ولسي خلکو کې وېره خپره کړې ده.








