په کوټه کې ځانمرگي١٣ کسه ووژل شول

کوټه

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، له کوټې هره مياشت په لسگونو بسونه ايران ته شعيه زيارت کوونکي بيايي چې دا يو يې په ځانمرگي بريد کې په نخښه شو
    • Author, ايوب ترين
    • دنده, له کوټې

د کوټې په هزار گنجي سېمه کې د پنجشنبې يا زيارت په ماښارم هغه مهال پر زيارت کوونکو هزاره گانو بريد وشو چې يوۀ ناڅرگنده کس له ايران څخه کوټې ته د رسوونکو کسانو پر بس بريد وکړ.

له بريد سره سم چاودنه وشوه چې ټول ټال يې ١٣ کسه ووژل او ٢٥ يې ټپيان کړل.

په وژل شويو کې دوه پوليس هم و خو نور يې هزاره گان وو.

په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د کوټې د پوليسو مشر مير زبير په وينا په دې ځانمرگي بريد کې له ١٥ تر ٢٠ کيلوگرامه چاودېدونکي توکي کاريدلي وو.

د دې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخېستې خو په هزاره گانو باندې په تېرو څو مياشتو کې په پرله پسې توگه په بلوچستان کې بريدونه شوي دي.

د پخوانيو بريدونو پړه سني سخت دريځې ډلې لشکر جنگهوي په غاړه اخيستي وو.

د بلوچستان د کورنيو چارو سيکرتر نصيب الله بازيي ويلي دي چې دوى له ايران څخه د شعيه زيارت کوونکود ساتنې لپاره د پوليسو تر څنگ سرحدي عسکر هم ځاى پر ځاى کړي وو.

له کوټې څخه هره مياشت په سلگونو بسونه ايران ته ځي چې شعيه زيارت کوونکو ليږدوي.