افغان سفیر: که له افغان مارکیټه چا د افغانستان بېرغ لرې کړ، پېښور کې به کونسلګري وتړو

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan/ FaceBook
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له لوري په یوه اعلامیه کې د سفیر شکرالله عاطف مشعل له قوله خبرداری ورکړل شوی چې که دا ځل پېښور کې له افغان مارکیټه افغان بیرغ لرې کړل شو، د اعتراض په توګه به پېښور کې افغان کونسلګرۍ وتړل شي.
اعلامیه کې تور پورې شوی چې د سې شنبې پر ورځ پولیسو او پاکستاني چارواکو هڅه کړې چې دغه مارکیټ په غیر قانوني توګه د ځمکو غاصبینو ته وسپاري، د مارکیټ دکانونه تړل شوي دي او د مارکیټ پر ودانۍ د افغانستان رپاند بیرغ له دغه ځایه لرې کړل شوی دی.
د افغان سفارت له لوري پر فېسبوک خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې سفیر مشعل پېښور ته لاړ، رسنیو ته یې د افغان حکومت د دریځ په تړاو وویل او د مارکیټ پر ودانۍ یې د افغانستان بیرغ بېرته ورپاوه.
په خبر پاڼه کې د افغان سفیر له قوله ویل شوي دي:
''دغې موضوع ته باید د ځینې کسانو تر منځ د لانجې پر ځای د دوو هېوادونو تر منځ د یوې موضوع په نظر وکتل شي او که پاکستاني چارواکي بیا دغسې اقدام وکړي، د احتجاج په توګه به کونسلګرۍ وتړل شي. ''
د افغان مارکیټ څښتن څوک دی؟
د پېښور فردوس سیمه کې جناح پارک ته پر افغان مارکیټ د پېښور یوه اوسېدونکي له څو کلونو راهیسې دعوه کوي چې د دغه مارکیټ څښتن دی. بل لور ته افغان سفارت وايي، د افغانستان حکومت دغه ودانۍ د هند له وېشه مخکې رانیولې یا پېرلې ده او تر اوسه پورې د افغان ملي بانک ملکیت ده.
د دغه مارکیټ د دکاندارانو ټولنې مشر خان سید مومند بي بي سي ته وویل، یوه ځايي اوسېدونکي سید زوار حسین پر دغه ودانۍ د ملکیت دعوه کړې، خو پخپله دغه سړی تر اوسه هېچا نه دی لیدلی. نوموړی وايي، د ځمکو غاصبین د همدې سید زوار حسین په نامه د دغې ځمکې غصبول غواړي.
''زه اوس هم وایم، دوی دي سید زوارحسین زموږ مخکې وړاندې کړي، همدا اوس ورته خپل دکان پرېږدم. ''
نوموړی وايي، له ۱۹۷۱ راهیسې د دغه کس او افغان حکومت تر منځ د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو محکمو کې قضیه روانه ده او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان سترې محکمې د سید زوار حسین په حق کې پرېکړه وکړه، چې افغان حکومت یې نه مني.

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan/ FaceBook
اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، د سترې محکمې پرېکړه یو اړخیزه ده.
بل لور ته شوکت جمال کشمیري چې د مدعي له لوري مختارنامه لري وايي، سید زوار حسین ته دغه ځمکه په ۱۹۸۹ کال کې د هغه جایداد بدل کې ورکړل شوې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په هند کې ترې پاتې شوی دی.
خان سید مومند وايي، د سې شنبې پر ورځ چارواکو هڅه کړې چې د مارکیټ دکاندران په زوره له ودانۍ وشړي. نوموړی ادعا کوي چې دې لړ کې یو شمېر دکانونو ته زیان اوښتی او مارکیټ تړل شوی دی.
نوموړی وايي:
''پر همدې شپه موږ په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ په وینا مارکیټ ته اچول شوي قلفونه مات کړل، خپل دکانونه مو سمبال کړل او د چارشنبې له سهاره بېرته راغلي یو. ''
د پاکستان حکومت دریځ څه دی؟
د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له ویاند ډاکټر فیصل نه په دې تړاو پوښتنه شوه، نوموړي وویل: پېښور کې افغان مارکیټ یوه قانوني قضیه وه، سترې محکمې دې لړ کې پرېکړه کړې او څرګنده ده، چې دغه پرېکړه به پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
''دې لړ کې که کومه غیر سفارتي فعالیت شوی وي، زموږ ورته پام دی او دې لړ کې به اقدامات وشي. ''








