پېښور پولیسو افغان ځوان د افغانستان بیرغ کارولو په جرم نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونو کې ویل شوي، پاکستاني پولیسو هغه افغان نیولی چې د دغه هېواد خپلواکۍ جشن مراسمو پر مهال یې د پېښور په بورډ بازار کې د افغانستان بیرغ پر یوې لوحې ټومبلی و.
پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، پولیسو د نعمت الله نومي دغه سړي خلاف دوسیه ثبت کړی او د هغه لګولی بېرغ یې کوز کړی دی.
پر خواله رسنیو د دغه افغان تصویر خپرونکو ویلي چې افغان بیرغ د بورډ بازار سیمې پر یوه سوداګریزه لوحه ټومبل شوی و.
د بي بي سي خبریال د ځايي پولیسو له قوله وايي، دغه سړي هڅه کړې د افغان سوداګرو او ځايي خلکو تر منځ اختلاف ته لمن ووهي، ځکه نیول شوی دی.
بل لور ته د پېښور یوه اوسېدونکي مدافع وکیل خورشید خان بي بي سي ته وویل، په پاکستاني قانون کې د یوه بل هېواد بېرغ لګولو په تړاو کومه ماده نه شته، خو په وینا یې که دا چاره د امنیت ګډوډلو په موخه شوی و، د قانون له مخې جرم دی.
د پېښور بورډ بازار کې ګڼ شمېر افغانان په سوداګرۍ بوخت دي. د دغه بازار د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي عصمت الله خان بي بي سي ته وویل، هېڅکله به افغان سوداګرو ته اجازه ور نه کړي چې د ګډوډۍ رامنځته کولو په موخه افغان بېرغ ورپوي:
''موږ باید قانون لاس کې وانخلو، که چا ( په همدې موخه) بېرغ لګولی وي، یا یې ددغه هېواد بېرغ کوز کړی وي او پر ځای یې د خپل هېواد بېرغ لګولی وي، زیاتی یې کړی، دا جرم دی، البته که د ورورګلوۍ له جذبې سره یې د پاکستان او افغانستان بیرغونه یو ځای لګولي وي، دا به بده خبره نه وي. ''
د اټکل له مخې ویل کېږي چې دا مهال پاکستان کې نژدې یو نیم میلیون ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي.








