پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې احتجاجي جلسه وکړه

د عکس سرچینه، Ali Wazir
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې نن یکشنبه پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنۍ ضد ولسي غونډه کړې، چې په کې په زرګونو کسانو ګډون کړی. د ولسي غونډې ویناوالو د پاکستان پر واکمنو غږ کړی چې هلته د ناامنۍ د پېښو مخه دې ونیسي او بیا دې یادې سیمې ترهګرو ته نه سپاري.
دې غونډې ته منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ په شمول د غورځنګ یو شمېر مشرانو ویناوې کړې.
د غورځنګ بنسټګر منظورپښتین تر غونډې وروسته د ټيلي فون پر کرښه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د ځايي ولس د امنیت له غوښتنې سره سره د دوی پر طبعي شتمنیو د قبضې پر ضد هم په غونډه کې خبري وشوې او د قام د وژل شویو زلمیانو لپاره هم د انصاف غوښتنه وشوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې هغوی ته تسلیم شوي طالبان هلته د ناامنۍ تر شا دي او د ده په خبره خلک په کورونو کې وژني.

د عکس سرچینه، Ali Wazir
د غورځنګ یو بل غړی محسن دوړ وايي، د پاکستان پوځ د دوی پر خاوره د ؛ضرب عضب؛ په نامه عملیات وکړل او ادعا يې وکړه چې سیمه يې له ترهګرو پاکه کړې، خو دده په خبره لاهم هلته د ناامنۍ پېښې کېږي. د هغه په وینا که به پخوا په لارو کوڅو کې څوک وژل کېدل نو اوس کورونه ته خلک ور اوړي.
د محسن دوړ په خبره د شمالي وزیرستان خلکو د لوی احتجاج له لارې د پاکستان واکمنو ته لوی پېغام ورکړ او که يې دا غوښتنې ونه منل شوې، نو تر دې به هم لوی احتجاجونه وکړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د میرامشا ولسي غونډې ته هم د نورو غونډو په څېر ګڼو ګډونوالو سپين او تور بېرغونه راوړي وو او پر خپله خاوره يې د سولې غوښتنه کوله.
یاد غورځنګ چې تل تر ټولو زیات تور د پاکستان پر پوځ او استخباراتو پورې کوي، د میرانشاه په ننۍ ولسي غونډه کې يې هم زیاتې نیوکې پر پاکستاني پوځ او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر تګلاره وکړې.










