د پاکستان پوځ: افغانستان کې د امن هڅه کوو خو پاکستان راته لومړیتوب لري

باجوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وایي، پاکستان د ترهګرۍ بریالۍ مقابله وکړه او ور سره یې د سیمې امنولو کې برخه واخیسته.

هغه زیاتوي چې د پاکستان په څېر کوم بل هېواد د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره ډېرې هڅې نه دي کړې.

د پاکستان له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزارت وروسته دا دریم پاکستانی چارواکی دی، چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته په یو ډول ځواب ور کوي.

ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ بیا وویل، اسلام اباد له واشنګټن ډېره مرسته ترلاسه کړه، خو بدل کې یې هیڅ ور نه کړل.

خو د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور د لوی درستیز باجوه له خولې په ټوېټر کې لیکي:

"نړۍ دې دا خبره احساس کړي چې پاکستان له پوځي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه ډېره بیه ور کړه".

نوموړی زیاتوي: "موږ افغانستان کې د امن لپاره هڅه کوو، خو د پاکستان درنښت او د پاکستان خوندیتوب راته لومړیتوب لري".

د امریکا سلایار ته احتجاج

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان له امریکا مرسته ترلاسه کړه، خو بدل کې یې هیڅ ور نه کړل.

د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د امریکا د سفارت سلایار یا شازدافیر هم ور غوښتی و.

"سلایار پاول جونز مو را غوښتی و او پر پاکستان د ټرمپ د بې بنسټه تورونو په هکله مو ورته احتجاج وکړ".

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ډونلډ ټرمپ پر ټوېټونو خپګان وښود او پاول جونز ته یې وویل، چې راتلونکي کې ورته دا ډول بې بنسټه خبرې د منلو نه دي.

د امریکا ولسمشر د نومبر پر ۱۸ او ۱۹ له فاکس نیوز سره مرکه او بیا ټوېټر کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان پر نه همکارۍ تورن کړ.

ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې وویل، پاکستان د متحده ایالتونو لپاره هیڅ نه کوي، ځکه واشنګټن هم مرسته نه ور کوي.

د هغه په خبره، د پاکستان حکومت د القاعده پخوانی مشر هم خپله خاوره کې ساتلی و.

"پاکستان کې هر چا ته مالومه وه چې هغه( اوسامه بن لادن) له پوځي اکېډمۍ سره نږدې اوسېده، خو موږ ور سره ۱،۳ میلیارد ډالره کلنۍ مرسته کوله. موږ اوس دا مرسته نه ور کوو، ما بنده کړه، دا ځکه چې دوی زموږ لپاره هیڅ هم نه کوي".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، مرستیالې تهمینه جنجوعه د امریکا سلایار سره خبرو کې وویل، چې د پاکستان د څارګرو په همکارۍ امریکا د اوسامه په هکله معلومات ترلاسه کړل.

"د پاکستان په څېر کوم بل هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې دومره درنه بیه نه ده پرې کړې. د امریکا مشر تابه هم په څو مناسبتونو کې سیمه کې د القاعده د مشرۍ او د ترهګرۍ د خطرې له منځه وړلو کې د پاکستان همکاري منلې ده".

د سولې د نړیوالو هڅو ملاتړ

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان دا تور نه مني چې د وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې اسلام اباد افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کوي:

"امریکا چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري هڅې اعلان کړې له هغه راهیسې واشنګټن او اسلام اباد له نورو قوتونو سره په ګډه د دې اوږده کړکېچ د اواري کوشش کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له غبرګون مخکې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان هم په ټوېټ کې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته ځواب ور کړ.

د عمران خان په خبره، د پاکستان کوم وګړی امریکا کې د سپټمبر ۱۱ پېښو کې ښکېل نه و، خو بیا هم اسلام اباد د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر بل هر هېواد له واشنگټن سره ډېره همکاري کړې.

هغه دا هم وویل، چې امریکا له پاکستان سره یوازې ۲۰ میلیارد ډالره مرسته کړې، خو پاکستان ته ۱۲۳ میلیارد ډالره تاوان رسېدلی او ۷۵ زره وګړي یې هم د دې جګړې قرباني شوي دي.

هغه دا هم وویل، چې دې جګړه کې د پاکستان تر واک لاندې قبایلي سیمه ورانه او لکونو خلک یې بې کوره شول.