پاکستان: امریکا د مرستو بندولو سره خپله خوښه نشي تپلی

ر
د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان وايي، امریکا د مرستو په بندولو سره پر پاکستان خپله خوښه تپلی نشي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې خبرې شته، خو خپلمنځي ستراتیژيکې خبرې ځنډېدلې دي.

خو د پاکستان دفاع وزیر وايي، د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي اوس د دوښمني او دوستي له چوکاټ وتلي دي.

د هغه په خبره، پاکستان مودب دی، خو ډانګ پېیلي امریکا ته وايي چې افغانستان کې له ناکامي وروسته دې پر اسلام اباد تورونه نه لګوي.

نوموړي دا خبر هم رد کړ چې امریکا د حقاني شبکې پرضد د عملیاتو لپاره پاکستان ته نېټه ټاکلې ده:

"پاکستان خپلواک اتومي ځواک دی، ځکه داسې خبرداری نشي ور کول کېدی".

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې په دوه ګوني چلند تورن کړ.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکې هیلې د سې شنبې په ورځ پر پاکستان تور پورې کړ، چې ترهګرو ته پناه ورکوي او په خبره یې 'دوه مخې لوبه کوي'.

مېرمن هیلې نیویارک کې تایید کړې، چې متحده ایالتونه له پاکستان سره مرستې بندوي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د مېرمن هیلې له قوله ویل شوي:

''متحده ایالتونه د پاکستان ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته دروي او لامل یې څرګند دی او هغه دا چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخي لوبه کوي. ''

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ټرمپ له څرګندونو وروسته د امریکا پرضد پاکستان کې مظاهره.

له دې مخکې او د نوي کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړى چې امريکا ته يې دروغ ويلي او دا هېواد يې په داسې حال تېر ايستلى چې په وروستيو کلونو کې یې ميلياردونه ډالر مرسته ترلاسه کړې.

ښاغلي ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي " امريکا په تېرو ١٥کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ٣٣ ميليارده ډالر مرسته کړې، خو هغوى له دروغو او غولونې پرته موږ ته هېڅ نه دي راکړي، او زموږ پر مشرانو يې د ساده گانو گومان کړى."

له هغه مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر پاکستان ته ګواښنه وکړه چې په وینا یې له ترهګرو او مجرمو ډلو سره یې د اوږده ملاتړ ورځې نورې ختمې دي.

خو د پاکستان دفاع وزیر د مایک پېنس او ډونلډ ټرمپ د دې خبرداری په هکله وايي، ویناوې او ټوېټونه له هغو خبرو سره په ټکر کې دي چې امریکايي لوړ پوړي چارواکي یې له پاکستان سره لري:

"هغه هم له موږ سره د زدکړې او همکارۍ خبرې دي".

هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې پاکستان ټول هوايي حریم امریکا ته ور کړ، ځمکنۍ لار یې هم ور کړه:

"له دې پرته افغانستان ته د امریکا لاس رسی ډېر ګران و، امریکا دې د نور کولو او خبرداریو په ځای له پاکستان سره یو ځای کار وکړي".

امریکا په نوې افغان ستراتیژي کې پاکستان تورن کړی چې هغو وسلوالو ته یې پټنځي ور کړي، چې افغانستان کې امریکايي او ملګري ځواکونه په نښه کوي، خو پاکستان دا تور ردوي.

خرم دستګیر خان هم وايي، د وسلوالو پټنځي نشته، که پاتې شوني یې وي، د ردالفساد عملیاتو کې ختمېږي:

"که له امریکا سره د ترهګرو د شتوالي په هکله کره او باور وړ معلومات وي، نو ودې وايي، پاکستان به سملاسي عمل وکړي".

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې له خبرو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سینډرز خبرغونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"موږ پوهېږو چې پاکستان د ترهګرۍ ختمولو کې ډېرې هڅې کولی شي او موږ غواړو چې داسې وکړي، دا ساده خبره ده".

هغې زیاته کړه چې د امریکا له خوا د نورو هڅو د غوښتنې په تړاو به له ۲۴ تر ۴۸ ګړیو نور معلومات خپاره شي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستان د نورو هڅو د غوښتنې په هکله معلومات به تر ۲۴ ګړیو خپاره شي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ د پوځي همکارۍ په تړاو خرم دستګیر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نږدې ختمه ده.

خو زیاتوي، چې د ایتلافي تمویل د فنډ له مخې امریکا اوس هم پاکستان ته لس میلیارد ډالر ور کول پکار دي:

"موږ د خپل پوځ د تمویلولو دریځ کې یو. د پاکستان اقتصاد ګام په ګام ښه کېږي موږ خپل وسلوال ځواکونو په پوره ډول تمویلوو، د مرستې بندولو سره پر پاکستان خپله خوښه تپل ناممکن دي".

خو ویې منله چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزه دفاعي همکارۍ ختمېدلو تاوان هغو پرزو ته رسېږي چې له امریکا پېرل شوې دي.

هغه دا هم وویل چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې خبرې شته، خو خپلمنځي ستراتیژيکې خبرې ځنډېدلې ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا د حقاني شبکې یا بلې ډلې پرضد په پاکستان کې د عملیاتو امکان شته، هغه ځواب وویل:

"ډونلد ټرمپ داسې سړی دی چې دا امکان نشي ردېدلی، خو زموږ په اند د داسې عملیاتو امکان کم دی او امریکا هم پوهېږي چې له دې نور پاکستان هم زغم نه لري".

نوموړي په افغانستان کې د امن ټینګولو په هکله وویل، که امریکا په افغانستان کې د سولې ټینګولو موخه لري، نو پاکستان ور سره پوره همکاري کوي.

د نوموړي په خبره، افغان جګړه په پاکستان کې نشي کېدلی:

"که امریکا د اهیله لري، نو پوی دې شي چې داسې نشي کېدلی".

خرم دستګیر خان وايي، امریکا دې افغانستان ناکامي پر پاکستان نه ور اچوي:

موږ د افغانستان مسوولیت نشو اخیستلی، پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري، د کابل هم مسوولیت دی چې د اسلام اباد د خپلواکۍ درناوی وکړي.