''پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي''

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
پاکستاني پوځ ویلي، د حقاني شبکې په ګډون یې د ټولو سخت دریځو وسله والو خلاف یو ډول اقدامات کړي. پوځ وايي، ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې او نور به د چا لپاره جګړه نه کوي.
د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور راولپنډۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل، 'پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي، ډېر څه یې کړي او نور به د چا لپاره هېڅ و نه کړي. '
د پاکستان پوځي ویاند دغه څرګندونې له هغه یوه اونۍ وروسته کړې، چې امریکايي چارواکو پر پاکستان له وسله والو سره د مرستو تورونه ولګول.
امریکايي چارواکو ګواښ کړی که پاکستان د سخت دریځو له ملاتړه لاس پر سر نه شي، د خپلو سیمو کنترول به له لاسه ورکړي.
بل لور ته پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي، ' اوس هېڅ وسله واله ډله پاکستان کې فعالیتونه نه لري او په دې تړاو د پاکستاني پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم امریکايي چارواکو ته خپل دریځ څرګند کړی '
د پوځي ویاند په خبره 'امریکا پاکستان کې په یو اړخیز ډول د عملیاتو کولو اشاره څرګنده کړې، خو دوی غواړي ووايي، چې له دوستانو سره شخړه نه غواړي، البته د هېواد پر سلامتۍ به هېڅ جوړ جاړی و نه کړي او خوندیتوب به یې باوري کوي. '
تورن جنرال اصف غفور په څرګندو ټکو وویل، پاکستان به نور د هېڅ کومې بلې جګړې برخه نه شي:
''موږ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوو، موږ ډېر څه وکړل، نور به د هېچا لپاره هېڅ و نه کړو. ''
نوموړی وايي، 'پاکستان له ملګرو سره شخړه نه غواړي، خو د هېواد امنیت به باوري کوي. ' جنرال اصف وايي، 'پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېر څه کړي او له دې وروسته که څه کېږي، نو باید افغانستان او امریکا یې وکړي. '
د پاکستان پوځي ویاند غونډې ته وینا کې پر هند هم نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه، چې 'هند نه غواړي پاکستان کې ترهګري ختمه شي. '

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونه، هند او افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي، چې له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي.
کابل ته یوه سفر کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ویلي و، 'اوس هغه ورځې لاړې، چې پاکستان به پر خپله خاوره ترهګرو ته پناه ورکوله. '
هغه ویلي و امریکا پاکستان ته ویلي، چې د ترهګرو له ملاتړه باید لاس واخلي او ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره رښتینې ملګرتیا وکړي.








