امریکا: د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان د پکتیا مرکز ګردېز سره نښلېدلې احمد ابا ولسوالۍ کې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په تړاو خپل کلني رپوټ کې وايي، د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي او له هغه ځای افغانستان کې امریکايي او افغان ځواکونه ګواښي.

په رپوټ کې پاکستان ته ګوتځنډنه شوې چې د دې ډلو پرضد د اړینو ګامونو په پورته کولو کې پاتې راغلی دی.

دا رپوټ په داسې مهال دی، چې پاکستان وايي، قبایلي سیمو کې له عملیاتو وروسته حقاني شبکه افغانستان ته اوښتې ده.

خو امریکا وايي، پاکستان یواځې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي چې ځان ته یې ګواښ بولي.

امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې پر ۲۰۱۶ کال ډېر داسې ترهګریز بریدونه شوي چې پاکستان کې حقاني شبکې، طالبانو او نورو اورپکو ډلو په خپلو پټنځیو کې پلان کړي وو.

د دې رپوټ له مخې، که څه هم افغان ځواکونو ته په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو بیا هم امنیتي مسوولیتونو ته یې بشپړه اوږه ور کړې ده.

"که څه هم طالبانو جګړه سخته کړې او ځینې کم وګړې سیمې یې نیولې، خو د ولایتونو د مرکزونو او د مهمو سیمو په نیولو کې پاتې راغلي".

یواځې د پاکستاني طالبانو ضد عملیات

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا وايي، پاکستان د هغو طالبانو پرضد عملیات کړي، چې ځان ته یې خطرناک بولي.

امریکا دا هم وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې پرضد یې- چې په دې هېواد کې پټنځي لري- کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.

پاکستان ته دا ګوته هم نیول شوې، چې د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلو پرضد یې هم ګام نه دی پورته کړی.

"جیش محمد او لشکر طیبه او نورې ډلې لا هم پاکستان کې فعالې دي، روزنځي لري، بسپنه ټولوي او بیا بهر کې بریدونه کوي".

دا داسې ډلې دي چې هند یې په خپله خاوره کې پر ترهګریزو بریدونو تورنوي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې داعش افغانستان کې محدوده سیمه په لاس کې لري او د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې یې په لسګونو وسلوال وژل شوي دي.

په رپوټ کې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند ترمنځ د سولې تړون ته هم اشاره شوې ده.

امریکايي چارواکو ویلي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو له واکمنۍ پرځېدو وروسته دا په خپل ډول کې د سولې او پخلاینې لومړنی تړون دی.

شنونکي څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا وايي افغانستان کې ډېری خطرناک بریدونه پاکستان کې پلان شوي وو.

امریکا مېشتی شنونکی جهانګیر خټک هم وايي، پاکستان چې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي، په خپله خاوره کې یې بریدونه کم شوي دي:

"خو له دې سره سره یې د حقاني شبکې او جیش محمد او لښکر طیبه پرضد لوی ګام نه دی پورته کړی او لا یې هم په خپله خاوره ځای ور کړی دی".

د نوموړي په خبره، د پاکستان د دولت لپاره د دې رپوټ پایلې شته او د امریکا کانګرېس کې هم پر داسې طرحه کار روان دی چې واشنګټن کومه مرسته له پاکستان سره کوي، هغه باید د ترهګرۍ ضد عملیاتو سره وتړل شي.

"پر پاکستان دا فشار اچول دي، چې پالیسي بدله کړي او د هغو ډلو ملاتړ پرېږدي چې امریکا او افغانستان یې د بردیونو مسوولې بولي".

د نوموړي په خبره، که پر پاکستان فشار ډېرېږي او مرستې ور سره کمېږي، نو اسلام اباد ممکن پالیسي کې بدلون را ولي، خو تر ډېره به پالیسي بدله نه شي، ځکه د پاکستان پوځي سټبلېشمنټ ته په پام داسې ګرانه ښکاري چې ټوله پالیسي بدله کړي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان