"د امریکا او پاکستان اړیکي افغانستان کې له وضعیت ښه کېدو سره تړلي"

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
امریکايۍ واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې کاږلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي، په افغانستان کې د وضعیت له ښه کېدو سره تړلي دي.
ورځپاڼه د امریکا په سفر وتلي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له قوله لیکي چې د پاکستان د حکومت او د ټرمپ د ادارې ترمنځ له ترینګلتیا ډک اختلاف په مستقیم ډول له دې سره تړلی چې ایا د افغانستان لپاره د واشنګټن د جګړې پروګرام ۱۷ کلن ناورین کمولی شي که نه.
ښاغلي قریشي ویلي چې د امریکا له متحده ایالتونو سره د مثبتو اړیکو ټینګول شوني دي، خو پر پاکستان هره هغه نیوکه چې ګواکې په افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن وهي، په دغه برخه کې هر ډول پرمختګ له منځه وړي.
ښاغلي قریشي ویلي پاکستان نشي کېدای او نه باید هم په افغانستان کې د شته ستونزو مسول وګڼل شي.
اېکسپرېس ټرېبیون
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له خولې لیکلي چې له افغان طالب وسله والو یې غوښتي چې اوږدې جګړې ته د پای ټکي اېښودو لپاره د مذاکرې مېز ته کښېني.
همدارنګه هغه له پاکستان د مثبتې ونډې اخېستو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي پومپیو ویلي پاکستان د سولې مذاکراتو لپاره ښه زمینه برابرولی شي.
"د ټرمپ رسالت"

د عکس سرچینه، Guardian
برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د یوه نوي فلم د نندارې په اړه مطلب لیکلی چې "د ټرمپ رسالت" نومېږي.
ګارډین لیکلي دغه فلم سر له ننه د امریکا په ۱۲۰۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
په دغه فلم کې ښودل کېږي چې خدای دغه میلیونر د امریکا د اخلاقي ارزښتونو د بېرته ستنولو لپاره غوره کړی دی.
ورځپاڼه لیکي په دې سلا دي چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ ګټل یوه معجزه وه او ۲۰۱۶ کال کې د ډونلډ ټرمپ ټاکل کېدل، یو الهي کار و.
خلیج ټایمز
خلیج ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې متحده عربي امارات به وروسته له دې د ویزې نوی سیسټم فعال کړي.
د نوي سیسټم پر بنسټ د دې پر ځای چې خصوصي شرکتونه د یوه کارګر د بانکي ضمانت لپاره ۳۰ زره درهم تحویل کړي، وروسته له دې کولی شي د ۶۰ درهمه بیمې په ورکړې کارګر په کار وګوماري.
د اماراتو د انساني سرچینو وزارت دغه بیمه په پام کې نیولې ده.








