د پښتونخوا زندانونو کې په لسګونو بندیان اېډز نیولي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړی ځل په پښتونخوا کې د بندیانو طبي معاینه کېږي.

د پښتونخوا په جېلونو کې حکومتي سرچینې وايي، نږدې ۴۵ بندیان په اېډز اخته شوي دي.

دوی وايي پر اېډز سربېره ۶۰ بندیان نري رنځ یا ټي بي نیولي او د زېړي یا هیپاټایټس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې زیات دی.

پښتونخوا کې اول ځل د بندیانو طبي معاینه کېږي چې معلومه شي کوم قیدي خو په خطرناکه ناروغۍ اخته نه دی.

حکومتي سرچینې وايي، د صوابۍ په جېل کې ۱۹ بندیان اېډز نیولي، په نورو هغو کې شاوخوا ۲۵ بندیان هم د دې خطرناکې ناروغۍ ښکار شوي دي.

په دغو صوبه کې د ټولو جېلونو د بندیانو د وژونکو ناروغیو معاینه روانه ده.

د محبسونو لوی څارونکی شاهدالله خان وايي، په زندانونو کې د هیپاټایټس یا زېړي د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی او د بندیانو د ژوند د ښه والي لپاره په یوه لایحه کار روان دی.

شاهدالله خان له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، تر دا مهاله د دې صوبې په بندونو کې له ۱۱ زرو ډېر قیدیان شته چې معاینه یې روانه ده.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي، له دې وروسته به هر جېل کې د ناروغیو معلوموونکی مرکز جوړوي.

په پښتونخوا کې د ناروغانو د معاینې کار تېره میاشت پیل شوی او لا هم روان دی.

د هر بندي روغتیايي حالت معاینه کېږي چې معومه شي دوی چېرته او له چا سره یو ځای وساتل شي.

له دې ورووسته به جېلونو کې تشخیصي مرکزونه هم جوړ شي چې پکې به د بندیانو معاینې کېږي او په دې کې به اروايي معاینه هم وي.

شاهدالله خان دا هم وايي چې صوبه کې دا مهال نوي بندونه جوړېږي، مردان جېل بشپړ شوی او بندیان به ور وړل کېږي، پېښور او هنګو کې هم د محبسونو کار بشپړ شوی او ډېر ژر به د جېلونو ریاست ته وسپارل شي.

په ورته مهال په ډېره اسماعیل خان، صوابۍ او سوات کې هم پر بندونو کار روان دی.