روغتون کې مړ بلل شوی بندي راپورته شوی

د بندي مونتویا خیمینیت پلار او خپلوان د روغتون مخې ته

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بندي مونتویا خیمینیت پلار او خپلوان د روغتون مخې ته

یو اسپانوی بندي وروسته تر هغه راڅرګند شو، چې د درو ډاکټرانو له خوا مړ بلل شوی و او د مړو په یخچال کې ساتل شوی و.

ګونزالو مونتویا خیمینیت چې په استوریاس سیمه کې بندي و، له څو ساعتونو بې هوښۍ وروسته بېرته په خود کې شو.

ډاکټرانو نوموړی مړ بللی و.

خیمینیت اوس په اووویدو روغتون کې تر څارنې لاندې دی.

یوې سیمه ییزې ورځپاڼې د خیمینیت د کورنۍ د غړو له خولې ویلي: "د هغه بدن بې سېکه ګڼل شوی و او ډاکټران یې د بدن د څیرلو په اړه زړه - نازړه وو."

د روغتون سرچینو د اسپانیا "ټیلیسینکو" تلوېزیون ته ویلي، ښايي نوموړی به بې هوښۍ کې و، چې په دې حالت کې ناروغ د لنډ وخت لپاره د ټول بدن خوځښت له لاسه ورکوي او د ژوند هېڅ نښه یې بدن کې نه لیدل کېږي. "

د نوموړي د مړینې تر خبر خپرولو او جسد یې د مړو په یخچال کې تر ساتلو وروسته درې ماهر ډاکټران بندیان شوي دي.