کابل ته مه وایه چې وران شې!!!

وږمه فیروز
د عکس تشریح، زما خیال دا و، چې د کابل او افغانستان ولس به له موږ سره ښه چلند ونه کړي او له ورتګ سره به راته په بد نظر کتل کېږي.
    • Author, وږمه فیروز
    • دنده, پېښور مېشته فعاله

د کور نه له وتلو سره مور ټينګه په غېږ کې ونیولم، کېدای شي همدا فکر به يې کاوه، چې خدای مه کړه، وروستۍ غېږه مې نه شي. راته يې وویل ''پاتې کېدی نشې؟ ''.

له دې نه راته جوته شوه چې په رښتیا خطرناک هېواد ته روانه یم او په زړه کې مې وېره لږ نوره هم زیاته شوه.

له کله راهیسې چې زه په ښه او بد پوهه شوې یم، ما تل د کابل او افغانستان په هکله د جنګ، ناامنۍ او کرکې خبرې اورېدلې دي. زما په خیال کې دا و، چې هلته به نه تعلیم وي، نه به پکې سندره، نه مینه او نه به هم د خلکو په منځ کې ښې اړیکې، بلکې تش وژل به وي.

زما خیال دا و، چې د کابل او افغانستان ولس به له موږ سره ښه چلند ونه کړي او له ورتګ سره به راته په بد نظر کتل کېږي. ځکه چې به تېر نژدې وخت کې زموږ له پښتونخوا ډېر افغانان په ډېره بې رحمۍ شړل شوي و.

د پولیسو لخوا خو ددې افغانانو ځورول له مودې راهیسې جاري و، خو ماته ښه یاد دي، چې تېر کال د پښتونخوا ځينو خلکو هم ددې افغان کډوالو پرضد احتجاجونه وکړل او غوښتنه يې دا وه، چې افغان کډوال دې وشړل شي.

خو ماته دا پته نه و، چې زموږ د لوی کور ولس ته نوره دا پته لګېدلې ده، چې هغه چې لر او بر سره تقسیموي، هغه یوازې څو ''ګل خانان '' دي او که وکتل شي نو نه یوازې لا هم د لر او بر افغانانو په زړونو کې د یووالې مینه ژوندۍ ده، بلکې ورځ تر بلې نوره هم زیاتېږي.

د اسلام اباد په هوايي ډګر راڅخه یوه پنجابي په اردو ژبه وپوښتل، پټانان یاست؟ کابل ته د څه لپاره روان یاست؟ زما سره د باچاخان ښوونیز بنسټ همکارې او همکاران هم و، موږ هلته د پېغلو او ځوانانو د روزنې په موخه په څو ورځني ورکشاپ کې ګډون کاوه.

وږمه فیرور پېښور کې یوه فعاله ده

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، وږمه فیرور پېښور کې یوه فعاله ده
جلال اباد
د عکس تشریح، کابل او لوی کور ته په سفر کې مې اول ځل د باچاخان بابا زیارت هم نصیب شو
هر ځوان او هره پېغله راته په پښتنو او افغانیت ميين او ميينه ښکاره شوه.
د عکس تشریح، هر ځوان او هره پېغله راته په پښتنو او افغانیت ميين او ميينه ښکاره شوه.

الوتکه مو درې ساعته وځنډېده خو بیا هم هغه وخت راغی، چې لومړی ځل راباندې د کابل تازه باد پخپله ولګېد، هغه وېره چې له پېښوره مې له ځان سره وړې وه، ددې باد په لګېدو ختمه شوه.

د کابل د هوايي ډګر نه چې مې ښکلې ودانۍ وليدې، هغه په پخوانیو عکسونو کې چې د کابل ورانی مې لیدلی و، سم لاسي مې له خیال نه هغه تصویرونه ړنګ شول او پرځای يې یو پرمختللی، جوړ او ښکلی کابل هغه ځای ونیو.

په هوايي ډګر مې لا د کابل ولس ولید، چې زموږ په نسبت ډېر ښه و، ځکه چې زموږ غوندې يې په سامان پسې منډې نه وهلې، بلکې هر یو کس به د خپل وار انتظار کاوه. همدلته مې لا ولیدل، چې هر وګړي د صفايي خاص خیال ساته.

''ټول افغان کډوال دي وشړل شي''

شاوخوا لس ورځې مې په کابل او جلال اباد کې تېري کړې، له پېغلو، ځوانانو او مشرانو سره مو ملاقاتونه نصیب شول، چې پکې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی صیب، د ننګرهار والي ګلاب منګل صیب او شاعر، لیکوال او کارپوه عبدالغفور لیوال صیب و.

ټولو مشرانو راته د پلار او مشر ورور غوندې مينه راکړه، خو زه به په زړه کې زهیرېدم او د پېښور د هغو خلکو احتجاج راپه زړه کېده، چې د خپلو وروڼو خلاف يې کړی و او ویل يې، ''ټول افغان کډوال دي وشړل شي ''.

په کابل او جلال اباد کې مې ټول ځوانان ولیدل، چې ښځو ته به يې ځير ځیر نه کتل. هر ځوان او هره پېغله راته په پښتنو او افغانیت ميين او ميينه ښکاره شوه. دلته مې د پښتونخوا ډېری زلمي او پېغلې هم رایادې شوې، چې خپل تاریخ ته يې شا کړې، خپل اتلان يې هېر کړي او په بل چا پسې دي، د نورو اتلانو ته خپل اتلان وايي.

شاوخوا لس ورځې مې په کابل او جلال اباد کې تېري کړې، له پېغلو، ځوانانو او مشرانو سره مو ملاقاتونه نصیب شول، چې پکې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی صیب، د ننګرهار والي ګلاب منګل صیب او شاعر، لیکوال او کارپوه عبدالغفور لیوال صیب و.

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، شاوخوا لس ورځې مې په کابل او جلال اباد کې تېري کړې، له پېغلو، ځوانانو او مشرانو سره مو ملاقاتونه نصیب شول، چې پکې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی صیب، د ننګرهار والي ګلاب منګل صیب او شاعر، لیکوال او کارپوه عبدالغفور لیوال صیب و.
په کابل کې مې د ښځو ښکاره مخونه ولیدل او پکې مې زموږ په نسبت زیاته ازادي احساس کړه.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، په کابل کې مې د ښځو ښکاره مخونه ولیدل او پکې مې زموږ په نسبت زیاته ازادي احساس کړه.

د کابل په پارکونو یا سېل ځایونو کې مې ډېرې زیاتې ښځې ولیدې، چې له خپلو کورنیو سره به هلته د سيل لپاره راغلې وې. زموږ پېښور کې هم ښځې راوځي، خو مخونه يې پټ وي او لويې لويې چادرۍ يې په سر کړې وي.

په کابل کې مې د ښځو ښکاره مخونه ولیدل او پکې مې زموږ په نسبت زیاته ازادي احساس کړه.

کابل او لوی کور ته په سفر کې مې اول ځل د باچاخان بابا زیارت هم نصیب شو. که څه هم د بابا قبر وران و، خو هغه مینه چې مې د لوی کور د خلکو په زړونو کې د هغه د پاره ولیده، په هغه وران قبر کې راته بابا خوشاله ښکاره شو. زه هم خوشاله یم ځکه چې دې سفر مې په زړه کې د لر او بر مينه یو ځل بیا تازه کړه او په زړه کې مې له تېرو درو څلورو اونیو راهیسې بې پامه دا ټپه ځي راځي چې:

کابل ته مه وایه چې وران شې

چې دی ورانېږي زما زړه ورسره چوینه

د ویډیو تشریح، ۱۰۰ښځې: د پښتونخوا وږمه وايي په کم عمر کې واده د مرګ په څېر دی