کابل: د لارو په تړلو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه شي کېدای

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د پاکستان د سند ایالت د سیهون سیمې په لال شهباز قلندر زیارت کې د تېرې شپې تر چاودنې وروسته چې تر ۷۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل، د پاکستان حکومت افغانستان ته د ځینو غځېدلو لارو دروازې تړلې دي. خو افغان چارواکي وايي د لارو په تړلو سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه نه شي کیدای.
پاکستاني پوځ ویلي دا پرېکړه یې د امنیتي اندېښنو له امله کړې چې ګواکې د افغانستان له پولو دوی ته ګواښ پېښ شوی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه بي بي سي ته وویل افغان حکومت له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کې ځای لري.
ښاغلی مرتضوي وايي، "داعش د یوې ترهګرې ډلې په توګه د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی. په افغانستان کې هم د داعش ډلې د بریدونو له کبله د ډېرو قربانیو شاهدانو یو. زموږ ټینګار دا دی چې د دغې پدیدې پر وړاندې عملي مبارزه وکړو."
ښاغلی مرتضوي ټینګار کوي چې "د ملتونو تر منځ د دروازو بندول او یا هم د دېوالونو جوړول د مبارزې لار نه شي کېدای. بلکې د ترهګریزو ځالو بندول د جدي او عملي مبارزې په برخې کې له موږ سره مرسته کوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ویلي پاکستان کې پر لال شهباز قلندر زیارت برید دوی کړی دی.
له پېښې لږ وروسته افغان چارواکو په کلکو ټکو د برید غندنه وکړه. د ارګ له خوا په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې هم راغلي چې د پاکستان د سند ایالت د صوفیانو پر یوه زیارت برید یو ځل بیا ثابته کړه چې ترهګر په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ هیله ښودلې چې نور هېوادونه هم د ترهګرۍ ضد مبارزې کې له دوی سره په عمل کې ریښتيني اوسي.
د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدرد وايي پاکستان له نړیوالو فشارونو د ځان د خلاصون په موخه غواړي دا ډول ملامتۍ پر نورو وروغورځوي، او دا چلند د ډیپلوماتیکو اړیکو خلاف کار دی.

د عکس سرچینه، AFP
د ښاغلي همدرد په وینا، "په نړیوالو او ډیپلوماتیکو اصولو کې چې کله دغه ډول موضوعات پېښېږي نو لومړی خو پراخو څېړنو ته اړتیا لري. تر هغه وروسته که ثبوتونه وړاندې شي نو بیا یې اړوند هلته مېشتو ډیپلوماتانو یا کونسلګریو ته سپاري. بیا که موضوع ډېره جدي وي نو دوی ان سفیران شړي. خو د پولو د بندولو دا خبره نوې ده. پاکستان په دې کار سره غواړي چې یو ځل بیا افغانستان تر فشار لاندې راولي. او په دې توګه غواړي ځان له نړیوالو فشارونو خلاص کړي".
بل پلو ویل شوي چې د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وربللي او په افغانستان کې د "ترهګرو" پرضد د سملاسي عملیاتو غوښتنه یې ترې کړې ده. په دې ناسته کې د یو شمېر ترهګرو د نیولو او هغوی ته د سپارلو خبرې هم شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ایا د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو ته د مطلوبو کسانو کوم نوملړ ورکړی که نه.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د دا ډول کوم نوملړ په اړه مالومات نه لري.
همدې چارواکي د پاکستاني پوځ مرکز ته د افغان سفارت د چارواکي ورتلل هم رد کړي.
بي بي سي هڅه وکړه چې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارته په دې اړه سپیناوی ترلاسه کړي، خو هغوی هم پر دې موضوع له څه ویلو ډډه وکړه.








