پاکستان د شپې شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو د چهارشنبې په شپه شرت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله.
شربت ګله تېره میاشت بیا هغه وخت د رسنیو خبري موضوع شوه چې د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستانۍ پېژندپاڼې د جوړولو په تور شربته ګله ونیوله او وروسته محکمې بند ته واستوله.
د شربت ګلې له نیولو مخکې د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې نادرا مهم کارمنان هم دغې افغانې ته د کارت جوړولو په تور نیول شوي دي.
محکمې د بې قانونه کمپیوټري پېژندپاڼې د جوړولو له امله شربت ګله مجرمه وبلله او پر ۱۵ ورځې بند یې محکومه کړه.
شربت ګله په کابل کې
رپوټونه وايي، شربت ګله له تورخم څخه کابل ته راغلې ده.
ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته ولسمشر غني ور سره وګوري.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال ویلي چې شربت ګلې سره به افغان حکومت د استوګنې په برخه کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"د پاکستان سرغړونه"
د پاکستان حکومت د سزا نه د بچ کيدو لپاره جعلي پيژندپاڼو لرونکو (افغانان کډوالو) ته د اکتوبر يو دېرشمه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ټولو جعلي يا غير قانوني پېژند پاڼه لرونکو ته خبرداری ورکړی و، چې تر ټاکلې نېټې خپل جعلي يا غير قانوني اسناد لکه پاسپورټ يا پېژندپاڼې دغه وزارات ته وسپاري او ځان له سزا نه بچ کړي.
په پاکستان کې د قانوني چارو کارپوهان وايي، د وفاقي استخباراتي ادارې د چارواکو لخوا د شربت ګلې نيول له هغه مهلت د حکومت سرغړونه ښيي، چې غير قانوني اسناد لرونکو ته یې ټاکلې وه.








