تورخم له نښتو وروسته
کابل وايي ډېر ژر به پاکستان ته يو پلاوى ولېږي چې د ډيورنډ پر کرښه د تورخم پر سيمه د شويو نښتو په تړاو له اسلام اباد سره خبرې وکړي.
تورخم کې څو ورځې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې.
اوس دغلته اوربند دى خو لار لا هم تړلې ده.
سيد عبدالله نظامي يې په اړه نور معلومات وړاندې کوي.