وسله والو تورخم کې ۸ افغان سرحدي پولیس وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د تورخم سرحدي سیمې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې لږترلږه اته افغان سرتېري پکې وژل شوي.
سرچینه وايي، وسله والو د شپې اوه بجې پر پوستې برید کړی.
دوه سرتېري ټپیان شوي او یو تری تم شوی دی.
دا پوسته د تورخم له سرحدي دروازې نه شاوخوا ۱۰۰ متره لیرې واټن لري.
یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د پاکستانیو سرتېرو له همکارۍ پرته پر دغې افغان پوستې برید ناشونی دی؛ ځکه چې دا پوسته د دوو پاکستاني پوستو ترمنځ پرته ده.
یاده سرچینه زیاتوي، د پاکستاني پوستو سرتېرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه ددغه برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
د تورخم سرحدي پوله په افغانستان کې له ستراتیژیکو سرحدي سیمو ګڼل کېږي.
د روان کال په تېره جون میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو او پاکستانیو سرتېرو وروسته تر هغه نښته وکړه، چې پاکستان پر سرحد د دروازې او بنسټونو جوړول پیل کړل، افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ، همدا وو چې جګړه پیل شوه او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.
پاکستان ویل، غواړي د تورخم په سرحدي 'صفر نقطه' کې د تورخم دروازه جوړه کړي، چې بیا وروسته یې همداسې وهم کړل.

د عکس سرچینه، AFP








