د پېښور پر ښوونځي برید: د اسفند خان مور دغه غمېزه نه شي هېرولی

د ویډیو تشریح، پېښور کې پر ښوونځي د بريد دويم کال
    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د پېښور پر پوځي ښوونځي د بريد دوه کاله پوره شول، خو له یوې کورنۍ سره لا هم هغه غم تازه ده، چې په دغه پېښه کې یې زوی اسفند خان وژل شوی دی.

د دې غمجنې کورنۍ لپاره په تېرو دوو کلونو کې هره ورځ لکه د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر شپاړسم دی، چې وسلوالو په کې پر پوځي ښوونځي بريد وکړ او لسګونه زده کوونکي یې ووژل.

اسفند
د عکس تشریح، د اسفند خان مور وايي، اوس هم د زوی غم ورته تازه دی.

دا مور اوس هم هغه سهار يادوی چې په خپله لوپټه یې د زوی موټر سايکل پاک او ښوونځي ته یې رخصت کړ.

د اسفند خان مور بي بي سي ته وويل: "ما په خپل لاس خپل زوی ته د کور دروازه خلاصه کړه. هغه ښوونځي ته لاړ. بيا خبر راغی چې په ښوونځي بريد شوی، مونږ په روغتونو لکه د ليونو په څېر ګرځېدو. زما د يوې شيبې لپاره هم خپل زوی نه هېرېږي. اوس په ارمي پبلک سکول (پوځي ښوونځي) کې امنيت ډير ښه شوی، کاش چې دغه امنيت وړاندې وی نو ما به خپل زوی نه و بايللی"

پېښور کې پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته د پاکستان حکومت د ټولو سياسي ګوندونو په ملاتړ ملي عمل (ملي ايکشن) پلان جوړ کړ. حکومت پوځي عدالتونه (محکمې ) جوړ کړل چې دغو محکمو يو شمېر وسلوالو ته د مرګ سزا ورکړه.

حکومت ادعا کوي چې پر پوځي ښوونځي په بريد کې ښکېلو کسانو ته یې هم سزا ور کړې، خو د نورو ډېرو کورنيو په څېر د اسفند خان کورنۍ اوس هم د دغې پيښې د پلټنې لپاره د عدالتي کمېسون د جوړلو غوښتنه کوي.

اس
د عکس تشریح، د اسفند خان پلار وايي، استخباراتي ادارې یې فشار پرې اچوي چې له خپلو غوښتنو دې تېر شي.

د زدکوونکي اسفند خان پلار اجون بي بي سي ته وويل: "مونږ د حکومت د ادعاوو نه ډاډمن نه يو. مونږ د شهدا فورم جوړ کړی او تر هغه به د عدالتي کميسیون جوړولو غوښته کوو چې مونږ ژوندي يو. د استخباراتي ايجنسیو لخوا په مونږ د خپلو ادعاو نه د لاس په سر کيدو لپاره فشار هم اچول کېږي".

پر پېښور پوځي ښوونځي له بريد وروسته حکومت ټولو ښوونځيو ته د خپل امنيت د ټينګښت امر هم وکړ. خو له دوو کلونوو وروسته هم د ښوونځیو د امنيت لپاره بودیجه او روزل شوي ساتونکي نه لري.

ښ
د عکس تشریح، ښوونکي وايي، دولت لا هم د ښوونځیو د امنیت لپاره بودیجه نه ده منظوره کړې.

د پېښور د يو دولتي ښوونځي مدیر نورالوهاب بي بي سي ته وويل: "حکومت مونږ ته د امنيت لپاره ځانګړې بودیجه نه ده راکړې اونه هم زمونږ ساتونکي سم تربيه شوي. که چېرې مونږ ته بودیجه را کړل شي نو مونږ د امنيت ښه تدابیر نیولی شو".

د خيبر پښتونخوا د پوليسو شمېر لږ دی، هر ښوونځي ته سرتېري ور کول ممکن نه دي، خو د ایالت د پوليسو مشر د ښوونځیو د امنيت خوندي ساتلو لپاره يو نظام جوړ کړی دی.

د پېښور د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي کمال حسين بي بي سي ته وويل: "مونږ د ښوونځیو سرتېرو ته روزنه هم ورکوو. کوم ښوونځي چې د امنیت لپاره په جوړو شویو اصولو عمل نه کوي، د هغوی پر ضد له قانون سره سم ګام پورته کېدای شي".

س
د عکس تشریح، د یوه دولتي ښوونځي ساتونکی.

له دوو کالو وروسته هم د پوځي ښوونځي په زده کوونکو کې د هغه خونړي بريد اثار لیدل کېږي، خو د دغو زدکوونکو ولولې ځوانې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت د دغه ښوونځي قربانيانو ته د مېړانې جايزې ورکړې او ایالتي حکومت د دوی د نومونو د ژوندي ساتلو لپاره پر حکومتي ښوونځیو برید قرباني شویو زده کوونکو نومونه اېښي دي، خو په دغه پوځي ښوونځي کې د دغو زده کوونکو د ميندو او پلرونو دا غوښتنه لا پوره شوې نه ده، چې د پلټنو لپاره د عدالتي کمیسیون جوړېدل غواړي.

ویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پېښې وروسته په پاکستان او بهر د دې زدکوونکو په یاد شمعې بلې شوې.